د لاس رسي وړ اتصالات

چین د سوریې د سیاسی حل ملاتړ کوي


د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وایي، سوریه تیاره ده چې له بهرنۍ مداخلې پرته د ژنیو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وایي، سوریه تیاره ده چې له بهرنۍ مداخلې پرته د ژنیو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید معلم سره له یوې ناستې نه وروسته وویل چې د دواړو تر منځ تر ټولو مهمه موافقه دا وه چې د سوریې ستونزه باید د یو سیاسي حل له لارې هواره شي، د سوریې خلک باید د سویې د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي، او د سوریې د بحران حل د ملګرو ملتو په منځګړیتوب رامنځته شي.

هغه وویل "دغه درې اصول باید د سولې په ټوله پروسه کې په نظر کې ونیول شي."

د دواړو بهرنیو چاور وزیرانو خبرې پدې متمرکزې وې چې د سوریې د بحران سیاسي حل څرنګه رامنځته شي او هغوی په دریو اصولو مواقفه وکړه.

د ملګرو ملتو امنیت شوری تیره جمعه د رایو په اتفاق یو پریکړه لیک تصویب کړ او د سوريې د سولې د پروسې لپاره يې د یو نړیوال پلان ملاتړ وکړ. دې پلان ته د یوې ژوندۍ هیلې په توګه کتل کیږي چې د نږدې پنځو کلونو دغه شخړه به پای ته ورسوي.

ملګري ملتونه پلان لري چې په راتلونکې میاشت کې په ژنیو کې د سولې خبرې پیل کړي. د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید معلم وویل سوریه دیته تیاره ده چې د ژنیو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

هغه وویل "سوریه دیته تیاره ده چې له بهرنۍ مداخلې نه پرته د ژنیو د سولې په خبرو کې برخه واخلي. کله چې مونږ ته د مخالفینو دهیت لست راورسیږي، زمونږ هیت به تیار وي".

خو د سیاسي حل له ملاتړ سره سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف نن د انټرفکس خبري آژانس وویل که یو اروبند رامنځته هم شي، روسیه به پر داعش او نورو تروریستي ډلو بریدنونه ونه دروي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې په سوریه کې مخالفینو پر حکومت تور لګولی دی چې د سې شنبې په شپه يې د دمشق په سویل لویدیځ کې د یاغیانو تر کنټول لاندې پر یو ښارګوټي زهرجن ګاز کارولی دی.

ددې شارګوتي ښارګوټي د رسنیو د یو فعال به مخې، د توغندیو په یو برید کې د خفه کیدلو له امله پنځه کسان چې یو ملکي هم پکې و ووژل شول.

بل لوري ته د بخښنې نړویال سازمان پر روسیه تور لګوي چې په سوریه کې یې د خپلو هوايي بریدونو په واسطه د حمص، ادلیب او حلب په ولایتونو کې لږترلږ دوه سوه کسان وژلي دي.

د حقونو دې ډلي ویلي دي چې روسي بریدونو کورونه او روغتونونه په نښه کړي دي او څیړنې ښيي چې شاوخوا يې جنګیالي او یا پوځي هدفونه موجود نه وو.

خو د روسیې د دفاع وزارت یو ویاند پرون د چهار شنبې په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د بخښنې د نړیوال سازمان له هغه راپور نه انکار وکړ چې د روسیې هوايي ځواک په سوریه کې د خپلو هوايي بریدونو په واسطه ملکي تلفات رامنځته کړي دي.

دروسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل "دا عجیبه ده چې دغه سازمان دیته پام نه دې کړی چې د روسیې د هوایي ځواک له راتګ نه ورسته چا په سوریه کې جنایتونه ترسره کړي دي او داسې یو راپورټ يې لیکلی دی چې متن يې اصلاح شوی دی."

د سوریې په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک د هغه پلان ملاتړ کوي چې د مخه په ویانا کې پرې خبرې شوې وې. دغه پلان د یو اوربند، د سوريې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د خبرو او د ملي وحدت د یو حکومت د جوړولو او همداراز د ټاکنو کولو لپاره د شاوخوا د دوو کلنو د مودې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG