د لاس رسي وړ اتصالات

چین: امریکا د چین په کورنیو مسایلو کې لاس وهنه کوي


د چین د باندنیو چارو وزرات د امریکا د متحده ایالاتو د هغې غوښتنې له کبله نارضایتي څرګنده کړې چې وايي چین دي د ۱۹۸۹ کال د تاینمین د څلورلارې مظاهره کونکي چې اوس هم بندیان دي آزاد کړي.

د امریکا غږ د چین د څانګې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند لیو واینمن خبریالاتو ته وویل چې د امریکا دغه غوښتنه د چین په کورنیو مسایلو کې ددغه هیواد ښکاره لاس وهنه ده او د امریکا له خوا د چین پر حکومت باندي نیوکې بې اساسه دي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر پرون د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د چین نه غواړي چې د مظاهرو پر مهال د ټولو هغو کسانو په هکله معلومات وړاندي کړي چې نیول شوي، وژل شوي او یا هم ورک دي.

دغه راز په بیانیه کې د مظاهره کونکو د کورنیو د زورولو بندیدل هم غوښتل شوي دي.

د ۱۹۸۹ کال د جون پر څلورمه نېټه چینايي قواوو چې د ټانکونو له خوا یې ملاتړ کیدی د تاینمین پر څلورلارې برید وکړ چې راغونډ شوي مظاهره کونکي او زده کونکي وځپي. دغه ځپل په نړیوال کچه وغندل شول او ویل کېږي چې د څو ساوو کسانو نه نیولې تر څو زورو کسانو پوري مظاهره کونکي د حکومت په حملو کې وژل شوي وي.

چین تل خپل ددغه اقدام دفاع کوي او وايي چې د خپل انقلاب پرضد بغاوت یې ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG