د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په چین کې د سولې د خبرو پیل کیدل رد کړل


وال ستریت ژورنال لیکي چې په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د دفاع نوي سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کوله.
وال ستریت ژورنال لیکي چې په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د دفاع نوي سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کوله.

د رپوټونو له مخې په دغو ورځنیو خبرو کې چې د چېن د اورمچي په ښار کې وشوې، د طالبانو څلور استازو د افغانستان د سولی د عالي شورا لوړ رتبه کسانو سره مخامخ خبرې وکړې.

وال ستریټ ژورنال رپوټ ورکړیدی چې، دا غونډه د بیجنگ په بلنې او د پاکستان د استخباراتو د اداری په بندوبست، چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو امکانات وڅیړل شي، شوې ده.

دغه رپوټ وايي، په دې غونډه کې چې د مۍ د میاشتې په نولسمه او شلمه، د چین د شین په ښار کې وشوه، د چین او د آی ، ایس، آی مامورینو هم گډون کړی و. پاکستاني او چینایي چارواکو تر اوسه پورې ددې رپوټ په باره کې څه نه دي ویلي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د دفاع نوي سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کوله.

وسله والو طالبانو هغه رپوټونه رد کړی دي چې، وایي، د دوی چارواکي تیره اونۍ چین ته سفر کړی و او د کابل د سولې د استازو سره یې خبرې کړیدي.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد، په هغه بیان کې چې، د امریکاغږ په گډون یې نن سهار په اې مېل کی رسنیو ته استولی دغه اوازې رد کړی دي او ویلي یې دي چې "موږ دا خبره په کلکه ردوو، دښمن غواړي په داسې آوازو خپرولو سره خپلو مورال پروتو امنيتي کسانو ته روحیه ورکړي".

په عین حال کې، د افغانستان او د سیمې عالی رتبه مامورین، نن دوشنبې په پاکستان کی سره غونډ شویدي چې په استانبول کې د تیری غونډی د پریکړو ارزیابی وکړي، او د هارټ آف ایشیا، یا په اصطلاح د اسیا د زړه د هیوادونو د وزیرانو راتلونکې غونډی ته، چې سږ کال وروسته، په اسلام اباد کی کیږي، اجنډا برابره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معاون، حکمت خلیل کرزی په دې خبرو کې د کابل د هیات مشري کوي.

د هارټ آف ایشیا، غونډه په دوه زره یوولسم کال کې په ا ستانبول کې، پدی مقصد پیل شوه چې په افغانستان کې او په غونډه سیمه کې، د سولې او ثبات دپاره همکاري وکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال عزیز احمد چودهري چې د حکمت کرزي سره د غونډی ریاست کوي، وایي د خارجه وزارت په اعلامیه کې چې په اسلام اباد کې خپره شویده، ویل شویدي چې د دولس گډون کوونکو هیوادونو، د شپاړسو ملاتړکوونکو هیوادونو او د دولس سیمه ایزو او بین المللی موسسو نمایندگان بلل شویدي چې په دې بحثونو کې برخه واخلي.

پاکستان د افغان طالبانو نه غوښتي دي چې په افغانستان خپلې روانې پسرلنۍ تعرضي حملې بندې کړي، او د جمهور رئیس اشرف غنی د ادرې سره په کابل کې د روغې جوړې خبرې وکړي. خو وسلوالو طالبانو ددی غوښتنی پروا نه ده کړې او برعکس د اپریل د میاشتی د وروستیو ورځو راهیسې یې د افغانستان په ولایتونو کې حملې زیاتې کړیدي.

XS
SM
MD
LG