د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د سینګ یانګ په سیمه کې د کمونست ګوند پر دفتر برید شوی


د چین د سینګ یانګ په سیمه کې د یو برید له کبله چې د چین حکومتي مطبوعاتو ورته د تروریستي برید خطاب کړی دی، څلور کسه وژل شوي دي.

برید د چین د کمونست ګوند پر یوه دفتر باندې شوی دی.

سیمه ایز چارواکي وايي چې اسلامي افراطیانو د چارشنبې په ورځ تعبیه شويو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ، یو کس یې وواژه او درې تنه نور یې ټپیان کړل.

د سینهوا خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې پولیسو په ځوابي برید کې څلور سره برید کونکي ووژل.

په دې ورستیو کلونو کې د چین د سینګ یانګ په سیمه کې د اقلیت اویغور مسلمانانو او هن چینایانو ترمنځ په نښتو کې په سلګونو تنه خلګ وژل شوي دي. د هن قوم په چین کې اکثریت دي.

حکومت په سیمه کې د نارامیوو پړه پر اویغور مسلمانانو او افراطیانو وراچوي چې غواړي د چین څخه خپلواکي واخلي خو د بشر د حقوقو ډلې بیا وايي چې تشدد ځکه رامنځ ته کیږي چې د چین حکومت د اویغور اقلیت قوم او د هغوي کلتور او ژبه ځپي. چین دغه تورونه ردوي.

د چین حکومت پر سیمې باندې ټینګ کنټرول وضع کړی دی او د سیمې څخه د بې طرفه معلوماتو ترلاسه کول چې څه شي تیریږي، ګران کار دی.

په ځینو مواردو کې د پیښو په هکله معلومات د حکومتي مطبوعاتو له خوا ډیر ناوخته خپریږي. د مثال په ډول د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د سکرو پر یوه معدن باندې د برید ریپوټ چې په کښې ۱۶ کسه ووژل شول، دوې میاشتې وروسته خپور شو. حکومت ریپوټ هغه وخت ریپوټ ورکړ چې ۲۸ کسه یې ووژل او ادعا یې وکړه چې دا هغه کسان وو چې د معدن په برید کې یې لاس درلودی.

XS
SM
MD
LG