د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي ۸ کسه ترهګر یې وژلي دي


Archive
Archive
د چین پولیسو د سینکیانگ په لویدیځه سیمه کي چي بېجینگ وایي هلته د یوه اسلامي بیلتون غوښتونکي تحریک سره جگړه کوي ، اته تنه مشکوک مبارزین وژلي دي.

د سینهوا رسمي خبري آژانس د جمعې په ورځ وویل چي درې تنه مبارزین هم د خپلو ځانمرگي بمونو په چاودنو کي وژل شوي دي. آژانس ویلي دي چي دا پېښه هغه وخت وشوه چي « تروریستانو چي په موټرسایکلونو باندي او په موټرونو کي سپاره وو د ( ووشي) په ولسوالي کي د پولیسو په یوې ډلي باندي حمله وکړه.»

په دغه مختصر رپوټ کي ویل شوي دي چي« تروریستانو د مایع طبیعي گاز نا معلوم شمیر بوتلونه په موټر کي ورسره را اخیستي وو او غوښتل یې چي د هغو نه د ځانمرگي بمونو په توگه کار واخلي.

د چین د امنیتي قواو او د یوغور د قومي مسلمانانو تر منځ کله کله شخړي او جګړې کیږي. دغه مسلمانان شکایت کوي چي دوي د بیجینگ د حکومت له خوا د دوي د دین او کلتور له کبله تعقیبیږي.

حکومت ددغو زیاترو حملو ملامتي د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک په غاړه اچوي. چین وایي چي دغه ډله د خپلواکۍ لپاره جنګیږي او د خارجي تندلارو ملاتړ ورسره دی.
XS
SM
MD
LG