د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا د وروستۍ دفاعي ستراتيژۍ په اړه اندېښنې لري


چین د امریکا د وروستۍ دفاعي ستراتيژۍ په اړه اندېښنې لري
چین د امریکا د وروستۍ دفاعي ستراتيژۍ په اړه اندېښنې لري

د چین دولتي مطبوعاتو د امریکا د وروستۍ دفاعي ستراتيژۍ په هکله اندیښنه ښودلې او خبر داری یې ورکړی دی چي نوموړې ستراتیژي د چین او امریکا ترمنځ روابط خراپولای شي.

د چین د کمونیست گوند مربوطي ورځپاڼي ( گلوبل ټایمز ) په پرونۍ گڼه کي د هغه هیواد د یوه نظامي کارپوه ( ژین کېن رانگ ) له قوله لیکلي دي چي د امریکا دغه پلان چي یوه ورځ مخکي اعلان شوی دی، په ښکاره توگه چین ته متوجه دی.

ورځپاڼي د هغه له خولې دا هم ویلي دي چي امریکا د چین د ډیر چټک پرمختگ نه په ویره کي ده. هغه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چي د امریکا دغه نوې ستراتیژي به بیجینگ نا آرامه کړي او ددواړو هیوادونو تر منځ په دوو اړخیزو روابطو باندي تاثیر کولای شي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما دغه پلان د پنجشنبې په ورځ اعلان کړ. هغه وویل چي امریکا به په آسیا آرام سمندر کي خپل موجودیت تقویه کړي، که څه هم چي په مجموعي توگه د خپلي دفاعي بودیجې نه په ملیارډونو ډالره کموي.

XS
SM
MD
LG