د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ولسمشر مرستیال واشنګټن ته د سفر مخکي امریکا ته خبرداری ورکړی دی


د چین ولسمشر مرستیال واشنګټن ته د سفر مخکي امریکا ته خبرداری ورکړی دی

د چین ولسمشر مرستیال واشنګټن ته د سفر مخکي امریکا ته خبرداری ورکړی دی

د چین د ولسمشر مرستیال ، شی چینګ پینګ، نن واشنگتن ته د څلورورځني سفر د رسیدو نه مخکي ، امریکا ته خبرداری ورکړ چې په اسیا کې نظامی پوځونه وانچوي.

ښاغلی شي چې توقع یې کیږی د دې کال په پای کې د چین د کمونست گوند رهبر شی ، دغه تبصرې د واشنگتن پوست د ورځپاڼې د پوښتنو په ځواب کې لیکلي دي.

ده وویل اسیایي هیوادونه سوله او پرمختیا غواړي او نه غواړي چې امریکا خپل نظامي پوځونه زیات کړي او په سیمه کې نظامی اتلافونه تقویه کړي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما په اسیا کی د امریکا د نظامی قدرت د زیاتیدو دپاره خپل پلانونه اعلان کړي دي، په داسي حال کې چې غواړي په نورو سیمو کې د قواوو شمیر کم کړي.

ټاکل شویده چې دغه دوه رهبران سبا د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کی غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG