د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د کلینټن له خوا زمونږ د دریځ غندل د منلو وړ نه دی


چین: د کلینټن له خوا زمونږ د دریځ غندل د منلو وړ نه دی
چین: د کلینټن له خوا زمونږ د دریځ غندل د منلو وړ نه دی

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسټرویل ویلي دي چې په سوریه کې وروستۍ ټولپوښتنه یوه فریب کاري او د ولس تیر ایستنه ده او د ډیموکراسۍ سره هیڅ تړاو نلري بلي خوا ته چین بیا پر امریکا باندي نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا د باندنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن څرګندونې چې په لړ کې یې د چین دریځ غندلی دی د منلو وړ نه دی. چین دغه راز هیله څرګنده کړه چې په سوریه کې د پرون ورځې ریفورندم به ښايي په دغه هیواد کې اصلاحاتو ته لاره هواره کړي.

د اروپايي اتحاد د باندنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ بروسیلس ته ورسیدل چې د سوریې پر رجیم باندي پر لازیات سختو بندیزونه باندي خبري وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په سوریه کې پرون یوه ټولپوښتنه یا ریفورندم دایر شوی و او خلګ د رایوو مرکزونو ته ولاړل چې ددغه ریفوریندم په هکله رایې ورکړي.

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس له خوا تازه خپره شوې ویډیو ښيي چې د رایو مرکزونه تړل شوي دي او د رایو د مرکزونو مامورین د رایو د شمیرلو په خاطر صندوقونه پرانیزي.

که چیري دغه ریفوریندم ومنل شي نو په تیوریک ډول به په سوریه کې د څو ګوندي حکومت سیستم رامنځ ته شي.

خو د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسټرویل بیا وايي چې دغه ریفوریندم یواځي یو فریب و. هغه داسي وايي: ،،د پرون ورځې ریفوریندم یا ټولپوښتنه په اصل کې یو فریب و. دغه ټولپوښتنه د ډیموکراسۍ سره هیڅ تړاو نلري. په سوریه کې اوس هم تاوتریخوالی ادامه لري او په همدې خاطر نن مونږ دلته راغونډ شوي یوو چې د سوریې پر حکومت باندي لازیات قوي بندیزونه وضع کړو.،،

په عین حال کې چین پر امریکا باندي نیوکه کړه او ویلي یې دي چې ددغه هیواد دریځ چې سوریه غندي د منلو وړ نه دی. چین هیله ښودلې چې په سوریه کې به د پرون ورځې ریفوریندم اصلاحاتو ته لاره هواره کړي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند هانګ لي داسي وايي: ،،د امریکا دباندنیو چارو د وزیرې له خوا څرګندونې زمونږ دپاره په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي. د سوریې په برخه کې چین تل مناسب او بې طرفه دریځ غوره کړی دی.،،

همداشان چین پر ایران باندي هم وروسته له هغه نه غږ وکړ چې خپل داټمي پروګرم په برخه کې دي د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره همکاري وکړي، چې ددغه هیواد په هکله په تازه ریپوټ کې راغلي چین ایران خپل په اټمي پروګرام کې حساس پرمختګ کړی دی.

په عین حال کې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي ویلي دي چې په اوسنۍ زمانه کې دیکتاتوران نشي کولای چي په آزاده توګه ووژنې وکړي. ښاغلي سرکوزي په سوریه کې د دوو لویدیځو خبریالانو مړینه قتل وبلی او پر بشرالاسد باندي یې غږ وکړ چې نوری دي قدرت پرېږدي.

ښاغلي سرکوزي داسي وویل: ،،هغه څه چې په سوریه کې پېشېږي، هغه د شاک وړ خبره ده . تر ټولو دمخه زه غواړم دا ووایم چې ریمي اوچلیک او میري کولوین په قتل رسیدلي دي. د سوریې پوځ پر یوه تعمیر باندي چې ښه په پوهیدل چې د رسنیو مرکز دی څو هاوانونه وروغورځول. اوس که دې ته جانبي خساره وایاست یا بل شی، دلته قتل شوی دی او عاملین به یې مسول وګڼل شي.،،

د حمس د ښار په بمبارۍ او بریدونه کې د دوو لویدیځو خبریالانو په ګډون ۸۰ د سوریه اتباوې هم وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG