د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د ایران سره تجارت او اټمي پروګرام دوې بیلې موضوګانې دي


چین: د ایران سره تجارت او اټمي پروګرام دوې بیلې موضوګانې دي
چین: د ایران سره تجارت او اټمي پروګرام دوې بیلې موضوګانې دي

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس لیکي چې په داسي حال کې چې د امریکا د خزانې وزیر تیمودي ګایتنر چین ته سفر کوي چې ددغه هیواد ملاتړ د ایران پر ضد د بندیزونو په برخه کې راجلب کړي د چین یو لوړ پوړي ډیپلومات وویل چې د ایران سره د چین د سوداګرۍ اړیکې ددغه هیواد د اټمي پروګرام د مسلې سره هیڅ تړاو نلري.

د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال سیو تاینکي وویل چې د ایران سره د چین اړیکې چې د تیلو د عرضې په برخه کې د چین یو غټ مشتري دی، ددغه هیواد د اتمي پروګرام سره تړاو نلري. ښاغلي سیو دا هم وویل چې پر ایران باندي به یواځي بندیزونه نتیجه ورنکړي او په کار ده چې په دې برخه کې خبري او مزاکرات وشي.

امریکا هڅه کوي چې د ایران د تیلو د صنعت پرضد د بندیزونو په لګولو سره پر دغه هیواد باندي فشار راولي تر څو خپل د اټمي پروګرام نه تیر شي.

د امریکا حکومت وايي چې پر ټولو هغو کمپنیانو باندي به بندیز ولګوي چې د ایران د مرکزي بانک سره معاملې کوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ګایتنر د سې شنبې په ورځ په بیجینګ کې د چینايي مشرانو سره وګوري او پر یوې لړ مسایلو باندي چې د ایران پر ضد نوي بندیزونه هم په کښي شامل دي دوه اړخیزې خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG