د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپل یو وسله جوړوونکی پر چین د اسرارو په خرڅولو محکوم کړ


امریکا خپل یو وسله جوړوونکی پر چین د اسرارو په خرڅولو محکوم کړ
امریکا خپل یو وسله جوړوونکی پر چین د اسرارو په خرڅولو محکوم کړ

د امریکا د هوايي په سیمه کې ېوې محکمې یو سړی چې د امریکا لپاره یې د وسلو نقشې جوړولې په ٣٢ کاله بند محکوم کړیدی.

پرهغه دا تور لگېدلی و چې د امریکا حساس نظامي معلومات یې پر چین خرڅول.

رپوټ وايي چې نوشېر گووادا د اگست په میاشت کې د ۴٠ ورځو محاکمې نه وروسته محکوم شو. څارنوالانو پر دغه هندوستانی الاصله امریکايي انجنیر باندې دا تور لگولی و چې له چین سره یې مرسته کړې وه چې د کرورز غلچکي توغندیو ته انکشاف ورکړي.

رپوټ وايي چې دغه توغندي به د امریکا د هوا نه هوا ته توغندیو په مقابل کې ډېر گټور وي. غلچکي ټکنولوژي له وسلو سره دا مرسته کوي چې د رادار او نورو سیستمونو په واسطه کشف نشي.

د امریکا څارنوالانو ادعا کړېده چې گوادیا له چین نه تر سلو زرو ډالرو نه زیاتې پیسې لاسته راوړي دي.

هغه په دې پیسو باندې د سیند غاړې ته لوکس کور واخیست. د دوشنبې په ورځ د محکمې په جریان کې فدرالي قاضي سوزن اوکي مالوې وویل چې 66 کلن نوشېر گوادیا د خپلو اعمالو په برخه کې پښېمانتیا ښکاره نه کړله.

هغی ووېل چې دا دې ته اندېښمنه ده چې که دی خوشې شي هسې نه چې بیا خپل اعمال تکرار کړي.

XS
SM
MD
LG