د لاس رسي وړ اتصالات

هوجینټاو: دامرېکا او چېن دژورو اړېکو امکانات موجود دي


هوجینټاو: دامرېکا او چېن دژورو اړېکو امکانات موجود دي

هوجینټاو: دامرېکا او چېن دژورو اړېکو امکانات موجود دي

د چېن جمهوررئېس ته په واشنگټن کې ښه تود هرکلی وشو. جمهور ریْس هوجینټاو دامرېکا له جمهوررئېس براک اوباما سره په ېوې دولتي مېلمستېا کې گډون وکړ، اودامرېکا د کانگرېس له غړېو سره ېې وکتل. د چېن جمهوررئېس هو جنتاو خپل دوه ورځنی سفر په واشنگټن کې مخکی له دېنه چې د سېاسي او تجارتی مشرانو سره ملاقات وکړي ، په ېوه وېنا کې راخلاصه کړ.

د چېن جمهوررئېس هوجنتاو د واشنگټن د سفر په ترڅ کې د پخوانی او تجربه کار سېاستمدار هېنري کېسېنجر له خوانه معرفی شو؛ هغه د خپلې وېنا په ترڅ کې چې دچېن پالېسی ېې څرگندوله، د امرېکا خلکو ته د حسن نېت څرگندونه وکړه. جمهوررئېس هو جنتاو ووېل دی په بشپړه توگه ډاډ ه دی چې دامرېکا او چېن ترمنځ دژورو اړېکود منځته راتللو امکانات موجوددی. خوهغه ووېل چې پکارده اړېکی دمتقابل درناوی پر بنسټ ولاړې وی.

هوجنتاو ووېل : " دچېن اوامرېکا اړېکی داسی ندی چې دېوی د گټه مانا د بلی خواته تاوان وي. پکارده چې داداسی اړېکی وي چې دواړه خواوی پکې دېوه اوبل درناوی کوي او هڅه کوي چې خپل ستراتېژېک اعتبار دېوبل سره زېات کاندی. پکارده چې داداسی اړېکی وي چې ددواړو خوا گډې گټی په نظر کې ولری او په ټولو برخو کې پراخه او قوي همکاری موجوده وی. "

ښاغلی هو هماغه احساسات څرگند کړل چې مخکی براک اوباما څرگند کړي وو. هغه ووېل په داسی حآ ل کې چې دواړه هېوادونه په ېوشمېر مساېلو باندی توافق نلری خو نور ډېر مساېل شته دی چې په هغو کې دوی له ېوبل سره شرېک وجوهات لري. سېاسی تحلېل گر جوزېف چېنگ وايی د ښاغلی هو د وېنا لهجه باېد داېنده روغو جوړو لپاره مناسبه اغېزه لرلی وای.

جوزېف چېنگ وايی : " زه فکر کوم چې دواړه خواوی غواړی دا څرگنده کړی چې ېوڅه سختو مساېلو باندی سره روغه جوړه وکړی. له دې سره سره دوی دېته هم لېوال دی چې مصالحه وکړی. اودا ډېره څرگنده ده لکه د چېن د پولی واحد ېووان د تبادلی په بېه ، د بشری حقوقو پر مسله او همداسی نوروباندی. "

نقادان وايی چې چېن په لوی لاس دخپلې روپی د تبادلی بېه ټېټه ساتی چې د چېن اجناس ارزانه کړی. بې له دېنه چې داخبره ېاده کړی، جمهوررئېس هو ووېل چې د چېن ارزان بېه مالونو دامرېکا مستهلکېنو ته په تېرو لسو کلونو کې 600 بلېونه ډالره گټه ور اړولی ده. د کانگرېس هغو مشرانو چې د چېن له اولسمشر سره ېې په خصوصی مجالسوکې کتلی دی هغوی وايی چی دوی له ښاغلی هو سره ډېر ښه مجلس درلود. خود امرېکا د اولسی جرگی مشر جان بېنر وايی چی ددوی ترمنځ ډېر مساېل لاېنحله پاتی دي.

جان بېنر وايی : " ما خپلې اندېښنی د دېنی ازادېو په برخه کې څرگندی کړلی. ما خپلې اندېښنی د تالېف او طبع د حق او شمالی کورېا په برخه کې څرگندی کړلی. جمهوررئېس هو ځواب ورکړ او زه هېله کوم چې ددغو ټولومساېلو په برخه کې خبری اترې دوام ولری.

ښاغلی هو جنتاو دا ومنله چې چېن په خپلو ټولنېزو پالېسېوکې دا نکشاف او اصلاح لپاره ځاې لری. خوهغه داهم ووېل چې چېن دا حق لری چې دخپل حاکمېت اوخاوری د تمامېت په برخه کې هغه څه وکړي چې مناسب وی. دمثال په توگه د دتاېوان او تېبېت په مساېلو کې ؛ هغه زېاته کړله پکارده چې نړې د چېن له چټک پرمختگ نه وېره ونه لری.

ښاغلی هو وايی : چېن د تودو نړېوالو شخړو د اواورولوپه برخه کې سوله ئېز درېځ لری او په دې برخه کې دخپلی مل د فاع له پالېسی نه کار اخلی، او هغه دفاعی نوعېت لری. موږ له چاسره دوسلو په مسابقه اوسېالۍکې برخه نه اخلو او نه کوم بل ته نظآمی گواښ کوو.

د چېن د اقتصاد چټک پرمختگ ددی سبب شوېدی چې چېن د نړۍ پر ستېج باندی دنورو هېوادونو پام راځانته راواړوی. امرېکا چېن دېته هڅوي چې د مشرتابه ډېرومسوولېتونو ته اوږه ورکړی. د چېن جمهوررئېس هو جنتاو وايی چې چېن دېته لېوال دی چی دغه بارته دامرېکا دمتحده اېالاتو په همکاری اوږه ورکړی.

XS
SM
MD
LG