د لاس رسي وړ اتصالات

د دوو سترو اقتصادونو ستراتیژیکه غونډه


متحده ایالات د چین لخوا په جنوبي سمندرگي کې د ابادی د پروژو هم علني مخالفت کوي
متحده ایالات د چین لخوا په جنوبي سمندرگي کې د ابادی د پروژو هم علني مخالفت کوي

متحده ایالاتو په علني ډول پر چین باندې تور ولگولو چې په دغه هیواد کې یې د سایبري بریدونو سرپرستي کړې ده. حکومت لا تر اوسه د فدرال حکومت د مامورینو د سوانح او کوایفو د کمپیوټري غلا په اړه تحقیقات کوي، خو د مالیې وزیر جیک لیو د چین سره د ستراتیژیکو او اقتصادي دیالوگ پر لومړی ورځ مستقیقاً د چین حکومت ته گوته ونیوله.

بیجینگ او واشنگټن هیله ښودلې ده چې د دوی ستراتیژیکې او اقتصادي خبرې اترې به د سمندري لارو د امنیت، سایبري امنیت، او د بشر د حقوقو په څیر په یو شمیر جدي مسلو باندې د دوی ترمنځ د واټن په کمولو کې گټورې ثابتې شي.

د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن د چین نوم وانخیست خو وې ویل چې د سایبري امنیت په شان د موضوعگانو سره باید اصولي چلند وشي.

ښاغلي بایډن چې د ستراتژیکو او اقتصادي خبرو اترو غونډې ته په وینا کې وویل "هغه ملتونه چې سایبري تکنالوژي، او یا د تخلیقي ملکېت د غلا کولو څخه د اقتصادي وسلې کار اخلی، هغه د لنډې مودې د گټې په خاطر د سبا ورځې گټه قرباني کوي."

جو بایډن د ښځو، لیږکیو او خبریالانو د حقونو په اړه هم اندیښنه وښودله.

متحده ایالات د چین لخوا په جنوبي سمندرگي کې د ابادی د پروژو هم علني مخالفت څرگند کوي. جان کیري ویلي دي چې دا موضوع به د خپلو سیالانو سره مطرح کوي.

هغه په غونډه کې زیاته کړه "موږ به د اسیا پسیفیک هیوادونو پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړو چی په هغو کې به د کوریا د ټاپووزمې ثبات شامل وي او د چین پر جنوبي سمندرگي او ختیځ سمندر کې به د تشنج د زیاتوالي پر ځای د تشنج پر راکمولو خبرې وکړو".

په ځواب کې د چین د هییت مشر، د چین د دولت وزیر، یانگ جیچي وویل چې دوی په ټوله نړۍ کې په اوبو کې د تگ راتگ د ازادۍ ملاتړ کوي او سایبري امنیت هم مهم گڼي.

د ۴٠٠ کسیز چینایي هیئت مشر وویل" موږ فکر کوو چې هیوادونه باید گډ کار وکړي او د سایبري مالوماتو د شریکولو پر موضوع نړۍ وال معېارونه وضع کړي."

د اسیا د چارو څیړونکې باني گلاسر وایي دغه ډول اختلافي موضوعات نشي کولی چې د خبرو اترو ایجنډا او سرعت ټکنۍ کړي "زما نظر دا دی چې دغه ټول موضوعات په څانگو ویشل شوي دي. زه فکر نه کوم چې د چین د جنوبي سمندر او یا سایبري غلا اختلافي موضوعات، به دومره غټ شي چې اغېزې ېې پر اقتصادي خبرې اترو باندې وغورزیږی."

دغه روانې خبرې اترې د سپتمبر په میاشت کې واشنگټن ته د چین د جمهور رئیس شي جینپنگ د سفر ایجنډا مقدمه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG