د لاس رسي وړ اتصالات

چین د فساد ضد مبارزه امریکا ته وغزیده


 نیویارک ټایمز وایي، د ٢٠١۴ کال راپدیخوا شا او خوا ٩٣٠ تنه چنایان مجبور کړای شويدي چې بیرته چین ته لاړ شي.
نیویارک ټایمز وایي، د ٢٠١۴ کال راپدیخوا شا او خوا ٩٣٠ تنه چنایان مجبور کړای شويدي چې بیرته چین ته لاړ شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ټایمز ورځپاڼه واېي چې د امریکا حکومت چین ته خبردارۍ ورکړیدی چې په امریکا کې د چین د حکومت ځیني ایجنټان موجود دي چې په هغو چینایانو باندې هیواد ته د بیرته ستنیدو لپاره فشار اچوي چې په امریکا کې یې سیاسي پناه اخیستي ده.

د چین حکومت په خپل هیواد کې د اداري فساد په خلاف کمپاین شروع کړیدی او هم په دغه لړ کې په امریکا کې په میشتو چینایانو فشار اچوي چې بیرته لاړ شي. دا کار په داسې وخت کې کیږي چې د چین ولسمشر زي جنپنگ څو اونۍ وروسته امریکا ته سفر کوي.

د امریکا یوې مشهورې ورځپاڼې نیویارک تایمز د یو امریکایی چارواکي له قوله چې نوم ېې نه دی ښودل شوی، ویلي دي چې بیجنگ د اداري فساد په خلاف کمپاین پیل کړېدی چې په لړ کې یې په امریکا کې په میشتو هغو چینایانو پسی گرځي چې د چین حکومت په غلا تورن کړیدي.

د امریکا حکومتي چارواکي زیاته کړې چې دغه کسان د چین د ملي امنیت د وزارت کارکونکي دي او دوي امریکا ته په رسمي ویزو ندي راغلي. دوي امریکا ته د سوداگرۍ او یا د سیل په ویزو راغلي دي.

نیویارک ټایمز وایي چې د ٢٠١۴ کال راپدیخوا شا او خوا ٩٣٠ تنه دې ته مجبوره کړی شويدي چې هغوي چین ته بیرته لاړ شي. په دغو کې اویا تنه په خپله خوښه بیرته تللي دي.

ورځپاڼه وایې چی چین یو نړیوال کمپاین شروع کړیدی چې د چین نه تښتیدلي په اداري فساد کې ککړ چارواکي دی ته مجبوره کړي چې چین ته بیرته ولاړ شي.

د دغه عملیاتو مشر لیو ډانگ واېي چې دغو حکومتي مامورینو ته امر شویدی چې د چین د قانون سره سم عمل وکړي. هغه وایی چې تر څو پوري چې د جنایتکارو مسله ده نو د چین حکومت به هغوي د دنیا په هر کونج کې چې وي تعقیب کړي.

د امریکا په واشنگټن ډی سي کې د راند په نامه د څیړنیز مرکز د سیاسي چارو کارپوه سکاټ هرالډ وایي چې دغه عملیات د هغه خلکو په خلاف کیږي چې د چین چارواکي ورته ( غټ شرمښان ) واېي او یا لوړپوړي چارواکي چې د غلا تور پری لږیدلی دی.

سکاټ واېي چې هغه چارواکي چې د چین دننه دندې ترسره کوي خو خپل شتمن خپلوان امریکا، کاناډا، اسټرالیا او یا د نیوزیلنډ غوندي هیوادونو ته لیږي، دوي ته (ښکاریان) ویل کیږي او هغه خلکو چې خپلې شتمنۍ یې د چین نه دباندي ایستلي وي هغوي (گیدړان) بلل کیږي.

نیویارک ټایمز ورځ پاڼې د هغو خلکو په هکله معلومات ندي خپاره کړي چې د چین حکومت ورپسي گرځي.

XS
SM
MD
LG