د لاس رسي وړ اتصالات

چین او امریکا پر مهمو ستراتیژیکو مسایلو غږیږي


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري رسنۍ د واشنګټن او بیجینګ د اړیکو په ښه والي کې مهم رول لوبولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري رسنۍ د واشنګټن او بیجینګ د اړیکو په ښه والي کې مهم رول لوبولی شي.

د امریکا او چین ترمنځ د لوړې کچې خبرې اترې دویمې ورځې ته وغزېدې، له څو میاشتنیو کشمکشونو وروسته، اوس دواړه خواوې هڅه کوي چې یو لړ اقتصادي او امنیتي موضوعګانو ته ګډه حل لاره ومومي .

د پنجشنبې د ورځې ستراتیژیکې او اقتصادي خبرې له یوګډ سهارني چای څښلو پیل شوې چې یو شمېر امریکايي او چینايي سوداګرو هم په کې برخه لرله.

په داسې حال کې چې د دواړوو خواوو ترمنځ د حکومتونو له ملاتړ نه د برخمنو انټرنټي بریدونو، د امریکا له اسیايي ملګرو سره د ځمکو پر ملکیت د چین د دعوو او بشري حقونو پر موضوعګانو ترینګلتیا هماغسې روانه دی، ډېر د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته د یو ښه چانس په سترګه کوري.

د امریکا د خزانې وزیر جیګ لیو غونډې ته خبرې وکړې « نن د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا زموږ په وړاندې د یوې مهمې ازموینې په توګه پر خپل حال پاتې ده. له همدې لارې اقتصاد ته وده ورکولی او په دواړو هېوادونو کې کاري زمینې برابرولی شو، او له همدې لارې نړیوال اقتصاد مخ په وړاندې بیولی شو.»

د امریکا اقتصاد د ۲۰۱۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې دوه اعشاریه نهه فیصده رالویدلی دی. د چین اقتصاد په همدې موده کې اووه اعشاریه څلور فیصده وده کړې خو که له تېرو اتلسو میاشتو سره پرتله شي، کمه ده .

د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکیچ وروسته، د چین د حکومت پراخو لګښتونو د دغه هېواد اقتصاد غښتلی کړ او نړۍ یې له دغه بحران څخه وویسته.

خو د چهارشنبې په ورځ د چین د ماليې وزیر وویل دغه لګښتونه پای ته رسیدلي او دا اوس په امریکا پورې تړلې چې د نړۍ اقتصاد وچلوي.

پنجشنبه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل علمي آزادي او ناپیلې رسنۍ د واشنګټن او بیجینګ د اړیکو مهم مسایل دي.

هغه زیاته کړه «دا یو مشارکت دی چې د لا غښتلتیا ځواک لري، خو کله چې موږ دا درک کړو چې علمي ازادي او ازاد مطبوعات زموږ د خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې خنډونه نه دي،همدوی دي چې د دغې راکړې ورکړې لپاره لا ښه درک پیدا کولی شي. د امریکا او چین د اړیکو کیسه یوه رښتینې همکاري او یوه ښکاره او په زړه پورې لاس ته راوړنه کیدی شي.»

د چهارشنبې په ورځ یوه مشهوره تبتۍ لیکواله سیرنګ ویسر چې د تبتیانو پر حقوقي مسایلو یې لیکنې کړي، له هغې وروسته په کور کې نظربنده شوه، چې جان کیري په بیجینګ و او د امریکا سفارت هغې ته د یوې غرمنۍ بلنه ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل کیري له چینايي چارواکو سره د بشري حقونو پر مسایلو او له لږکیو سره د چال چلند په اړه خبرې کړي دي.

چین په وار وار پر امریکا تور لګولی چې د اقتصادي او ډیپلوماتیکې ودې د مهارولو هڅه یې کوي او دا چې بیجینګ په اسیايي مسایلو کې د امریکا منځګړتوب یوه مداخله بولي.

خو امریکايي چارواکو دا تورنه رد کړي او ویلي چې دوی د یو باثباته، سوله اییز او بریالي چین د پرمختګ بشپړ ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ یو لوړ پوړي چینايي چارواکي یانګ جیشي وویل د اړیکو لا ښه والی متقابل درناوی غواړي.

نوموړي وویل د امریکا او چین ترمنځ اړیکې له موږ غواړي چې د یو بل درناوی وکړو، د یو بل ستراتیژیکه هدف سم درک کړو او د ستراتيژیک ناسم پوهاوي مخه ونیسو.

XS
SM
MD
LG