د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د روسیې سره به یې د صادراتو په برخه کې اختلافات کم شي


چین: د روسیې سره به یې د صادراتو په برخه کې اختلافات کم شي

چین: د روسیې سره به یې د صادراتو په برخه کې اختلافات کم شي

چین وايي هیله لري چې په دې راتلونکي اونۍ کې، مسکو ته د صدراعظم میدویدوف د سفر په وخت کی، د روسیې سره د طبیعي گازو د صادراتو په مسلې باندې اختلافونه کم کړي.

د انرژۍ د چارو حکومتي مامور ، گوجون، نن خبریالانو ته وویل، دغه مسله به د صدراعظم د مرستیال وانگ ېې شین د سفر، چې ښاغلي، وین، به هم ورسره ملگری وي،یوه مهمه برخه وي.

دواړه هیوادونه لیواله دي چې د روسیی نه، چین ته، د طبیعی گازو د یوه پایپ لین معامله بشپړه کړی. روسیه د نړۍ د انرژۍ غټ تولیدونکی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG