د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د طالبانو د ادعا په اړه تحقیقات کوي


ناټو د طالبانو د ادعا په اړه تحقیقات کوي
ناټو د طالبانو د ادعا په اړه تحقیقات کوي

ناټو د طالبانو د هغې ادعا په باره کې تحقیقات کوي چې وايي، د امریکا نظامې هلیکوپټر یې راغورځولی دی چې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو د افرادو په شمول ٣٨ تنه پکې وژل شوي وو.

نن یکشنبې د وردګو په ولایت کې جنګ روان و. دا ۴٧ ډوله شینوک ټرانسپورټي هلیکوپټر د جمعې په ورځ ناوخته راغورځیدلی و.

په دغه پېښه کې دا وو افغان کومانډو او یو ترجمان سره یوځای دنیوی سیل خاصی قوا په شمول دامریکا دیرش عسکر پکې وژل شوی وو.

طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. دافغان حکومت محلی قواوی وائې، په توغندی باندی دلګیدو نه وروسته دغه هلیکپټر را وغورځید. دغه الوتکه وروسته له هغې را وغورځیدله چې دامریکا په مشری په هغه انګړ باندی حمله وشوه چې طالبان پکې وو او دائتلاف قواو اته طالبان ووژل.

په عینی وخت کې ناټو وايي، پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب او ختیځ کې په دوه جدا پیښو کې یې څلور عسکر وژل شوی وو.

همدغه راز دفرانسی دجمهورریئس دفتر وايي، د افغانستان په شمال ختیځ کې د تګا ب په ناوه کې ئې دوه عسکر وژل شوی او پنځه نور ئې زخمیان شویدي.

دغه دفتر وايي، دیکشنبی دورځی دوژلوسره دجنګ شروع کیدو نه په افغانستان کې دجنګ له پیل نه راپدی خوا دفرانسی ٧٢ عسکر وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG