د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې کرسمس ولمانځل شو


Pop Chris

Pop Chris

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ بنډیکټ نن د کرسمس په مناسبت په خپل کالني پیغام کې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د سوریې په شمول د سولې د راوستلو غوښتنه کړي ده.

د عیسوي کاتولیکانو مشر نن د سوریې د خلګو لپاره د سولې دعا وکړه. هغه چې د سینټ پیټرز باسیلیکا St. Peter's Basilica د کلیسا په زرګونو عبادت کوونکو ته وینا کوله، په مالې او نایجریا کې هم د سولې لپاره غږ وکړ.

پاپ بنډیکټ په فلسطینیانو او اسراییلانو باندې غږ وکړ چې زړه وړتوب دې وښايي او د جوړجاړي لپاره دې خبري وکړي. هغه د چین د حکومت نه هم وغوښتل چې مذهب ته دې درناوی وکړي.

بل پلو ته، د نړۍ د بیلابیلو برخو څخه په زرګونه سیلانیان د بیت لحم د غربي تړانګې په ښار کې راټول شوي دي چې کرسمس ولمانځي. عیسویان باور لري چې دغه ځای د حضرت عیسی د زیږیدو ځاې دی.

سږکال د دغو مراسمو کوربانه، یانې فلسطینیان ډیر خوشحاله دي. هغوی په دې خوشحاله دي چې فلسطین ته د ملګروملتونو لخوا د یو غړي هیواد حیثیت ورکول شوې دی.
XS
SM
MD
LG