د لاس رسي وړ اتصالات

کرسشین ساینس مانیټور: د افغانستان ستونزه سیاسي حل ته اړتیا لري


کرسشین ساینس مانیټور: د افغانستان ستونزه سیاسي حل ته اړتیا لري
کرسشین ساینس مانیټور: د افغانستان ستونزه سیاسي حل ته اړتیا لري

کرسشین ساینس مانیټور ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله یوازې د یوه سیاسي حل له لاري راتللی شي.

کرسشین ساینس مانیټور لیکي چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د زیاتوالی نه شپږ میاشتې تیرې شوې او شپږ میاشتې وروسته به د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د خپلې تګلارې ارزونه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نړیوالو قواوو ماموریت په خورا نازک حالت کې دی.

ورځپاڼه وایي چې د عسکرو د زیاتوالی هدف دا ؤ چې د طالبانو زور او قوت مات کړل شي او هغوي دیته اړ کړل شي چې په خبرو اترو کې د کمزوري اړخ نه برخه واخلي. خو داسې ښکاري چې طالبان پر ځای د دې چې کمزوري شي برلاسه شویدی او د دې امکان شته چې په همدې حال به پاتې هم شي.

ورځپاڼه وایي چې طالبانو د افغانستان په جنوب کې د افغانستان د حکومت لپاره په هرې برخې کې ستنونزې راپیدا کړیدي. د افغانستان په جنوب کې حکومت د یوه بکس شکل لري مانا دا چې حکومت یوازې د ودانیو دننه او د ښار پورې محدود دی خو ورځپاڼه وایي چې دغه بکس اوس د حکومتي چارواکو لپاره تابوت ګرځیدلی دی.

طالبانو په جنوب کې زیات شمیر هغه حکومتي چارواکي ووژل چې د دې هڅه یې کوله چې د حکومت لپاره د خلکو ملاتړ وګټي.

ورځپاڼه وایي چې د مارجې په ولسوالۍ کې د سترو عملیاتو نه وروسته یاغیان بیرته دغه ولسوالېۍ ته راغلي او دا چې پدغه ولسوالۍ کې عملیات ناکامه شول نو د کندهار عملیات یې هم وځنډواوه.

ورځپاڼه وایي چې بهرنۍ قواوې په داسې هیواد کې ګیردي چې مشري یې د داسې کسانو سره ده چې په اداري فساد، رشوت خورۍ کې ککړ دي، کاري وړتیا نلري او د خلکو تر منځ هم چندانې محبوبیت او مشروعیت نلري.

طالبان د حکومت د دغو ټولو کمزوریو نه ښه ګټه اخلي او دا چې هغوي ځانته د دې خاورې بچیان وایي نو تر ابده به هلته پاتې شي خو د امریکا متحده ایالات به دا ونشي زغملی چې د افغانستان په جګړې کې ځان تر ستونې غرقه کړي.

د امریکا لپاره د افغانستان د جګړې کلنی لګښت د سلو میلونو امریکایي ډالرو نه نیولې تر دوه سوه میلونه ډالرو پورې رسیږي او اوس د دغې جګړې کابو لسم کال هم پیل کیږي. په امریکا کې ځینه محافظه کاران وایي چې ښایي د افغانستان د جکړې لګښت به د امریکا لپاره د زر ملیارده ډالرو نه هم پورته شي.

ورځپاڼه وایي چې له نیکه مرغه په افغانستان کې د دغه هیواد اود پاکستان د حکومتونو په مشرۍ باندې د روغې جوړې خبرې روانې دي چې امریکا کولی شي د دې نه ښه ګټه پورته کړي. د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی او د پاکستان پوځ دواړه لګیا دي د دې هڅه کوي چې د افغانستان د بغاوت درې سترو ډلو سره خبرې وکړي چې یوه یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله ده، بله یې د جلاالدین حقاني او سراج دین حقاني په مشرۍ د حقاني ډله ده او دریمه یې هم د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو ډله ده.

ورځپاڼه وایي چې دا افغانستان نه د امریکا د راوتلو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.

ورځپاڼه په پای کې وایي چې امریکا باید چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي او همدارنګه د پاکستان پوځي چارواکو ته دا اجازه ورکړي چې د یاغیانو سره د روغې جوړې د خبرو مشري دې وکړي. ورځپاڼه وایي د پاکستان پوځي استخبارات یوازینی عنصر دی چې د دې توان لري چې طالبانو خبرو ته کښینوي.

ورځپاڼه وایي سره لدې چې د طالبانو سره د پاکستان د پوځ د همکارۍ اندازه پوره څرګنده نده خو له یوې خوا د طالبانو زیات شیمر جګپوړه قوماندانان د هغوي سره بندي دي او بله دا چې طالبان په افغانستان کې د جګړې په خاطر د پټیدو په هغو ځایونو باندې تکیه کوي چې هغوي په پاکستان کې جوړ کړیدي. نو په پای کې ویلی شو چې د پاکستان پوځ د طالبانو سره په خبرو کې زیات نقش لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG