د لاس رسي وړ اتصالات

هېګل: انټرنیټي بریدونه د چین په شمول ټولو ته تاوان پېښوي


د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ب د یکشنبې ورځ د امریکا د سمندري ځواکونو سره په یوې نظامي بیړۍ کې تیره کړه او د امریکا د سمندري ځواکونو د یو شمیر نویو غړیو سره یې وکتل.

ښاغلی هېګل د یو اس اس فریډم بیړۍ ته چې یوه نوې جنګي بیړی ده او په لږو اوبو کې د بیلابیلو ماموریتونو لپاره جوړه شوې ده، ورغی. دغه بیړۍ اوس د سنګاپور د چنګي په سمندري مرکز کې ولاړه ده او ویل کېږي چې د امریکا او سینګاپور د سمندري قواوو ترمنځ په یوې ګډې مانورې کې به کار ځیني واخیستل شي.

د امریکا ددفاع وزیر سنګاپور ته تللی دی چې د آسیايي هیوادونو په کلني امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.

ښاغلي هېګل دغه کنفرانس ته چې د شنګري- له – ډیالاګ په نامه هم یادېږي په یوې مهمې وینا کې د شنبې په ورځ د چین د انټرنیټی بریدونو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې داسي معلومېږي چې د دغو بریدونو له ډلې څخه یې ځیني د چین د حکومت او پوځ سره ارتباط لري. نوموړي زیاته کړه چې انترنیټي بریدونه د نړۍ هر هیواد ته ګواښ پېښوی او په دې کې چین هم شامل دی.

د کنفرانس په حاشیې کې ښاغلي هېګل د جاپان د دفاع د وزیر اتسنوري اونودیرا او د جنوبي کوریا د دفاع د وزیر کیم کواس سره لیده هم کاته وکړل. درو سرو اړخونو وویل چې دوي به د شمالي کوریا د اټمي پرمختګونو د مخنیوي په برخه کې همکاري سره وکړي. دغه راز ښاغلي هېګل په کنفرانس کې د چین د حکومتي استاځو سره هم د تړلو دروازو تر شا وکتل. آمریکايي چاراکو ویلي دي چې دغه خبرې ګټورې وې.
XS
SM
MD
LG