د لاس رسي وړ اتصالات

چک هېگل: امریکا خپل تعهد نه ترک کوي


دامریکا ددفاع وزیر چک هېگل
دامریکا ددفاع وزیر چک هېگل

چک هېگل، د منځني ختیځ د سیمې مشرانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا خپل تعهد د سیمی دامنېت په برخه کې نه ترک کوي.

د امریکا ددفاع وزېر چک هېگل، د منځني ختیځ د سیمې مشرانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا خپل تعهد د سیمی دامنېت په برخه کې نه ترک کوي. هغه داخبره وروسته له دېنه وکړله چې له ایران سره د ا مريکا له خوانه د دغه هېواد داټومي پروگرام په سر ېو توافق وشو او هغه دمنځني ختیځ په سیمه کې ېوشمېر مشرانو د اندېښنو سبب شو.

چک هېگل نن د شنبی په ورځ په سیمه ئېز امنېتی مجلس کې چی د بحرین په منامه کې وشو، کو شش وکړ چی د ایران سره دا ټومی پروگرام په سر معامله کې اندېښنې کمې کړي.

رپوټ وايي، دایران سره معامله، او دامریکا د بودجې ستونزېې او ددې ترڅنگ له افغانستان نه د امریکا يی عسکرو را اېستل ېوشمېر خلکو ته داسې اشاره ورکوي چی دامریکا تعهد ات د منځني ختیځ په سیمه کې مخ په کمېدو روان دي.

د امریکا د دفاع وزېر چک هېگل دمنامه د خبرو اترو په ترڅ کې، په سیمه کې دامرېکا د نظامی حضور د قوت په برخه کې وویل چې په دې سیمه کې دهغو 35 زرو عسکرو په شمول چې دامریکا د استخباراتو له خوانه ېې ملاتړ کېږي، ډول ډول ټانکونه، توپخانه او داسې جنگی بېړۍ شته دي چې جنگي الوتکې انتقالوي.

د ایران دا ټومي پروگرام په سر لنډ مهاله معامله تقریبا له تېرو دوو اونېو راهیسې د غټو قدرتونو له خوانه له دغه هېواد سره وشوله. په دې کې داهم شامل دي چې امریکا به د ایران داټومي پروگرام ېوه برخه معطل کاندي او ددې په بدل کې به د اقتصادي بندیزونو ېوڅو برخې نرمې کاندي.

دخلیج دسیمی هېوادونو مشران په دې ا ندېښمن دي چې دغه موافقه ایران نور هم زړور کولی شي او په نتیجه کې سیمه بې ثباته کولی شي.

د امريکا ددفاع وزیر چک هیگل په دې برخه کې نن د شنبی په ورځ داسې نوي گامونه پېشنهاد کړل چې دامنېت په پرمختگ کې همکاري زېاته کړي. په دې وړاندیزونو کې د توغندېو ددفاعی نظام مسله هم شامله وه. په دې توگه به د خلیج د همکارۍ شپږ و هېوادونو ته دا جازه ورکړل شي چې د ا مریکا دتوغندیو دفاعي نظام واخلي او په سیمه کې امنېتی همکاري نور هم پراخه او وهڅول شي.
XS
SM
MD
LG