د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه

  • اکمل داوی

امریکا، د شمالي ټلوالې او ځینو نورو جهادي ډلو تپلو په مرسته، د طالبانو نظام نسکور کړ.

امریکا، د شمالي ټلوالې او ځینو نورو جهادي ډلو تپلو په مرسته، د طالبانو نظام نسکور کړ.

په پاکستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې پخوانی مشر وايي چې ملا عمر د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت نکوي او د دواړو ترمنځ د شخړې امکان لیدل کیږي.

د سي آی اې دغه مشر رابرت ګرینیر، له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې پر افغانستان د امریکا د نظامي برید ،په اړه له ډېرو نا ویلو مسایلو پرده پورته کړه.

ښاغلي ګرینیر، د ملا عمر د لېرې کولو،پر هغه د کودتا د ناکامې هڅې او د طالبانو پر مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی د نفوذ په اړه هم معلومات ورکړل.

دغه مرکه ، د امریکا غږ د وېپاڼې مسول، اکمل داوي کړې چې جعفر هاند پښتو ته اړولې ده.

پوښتنه: د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ له پېښې وروسته او هغه مهال چې امریکا پر طالبان د پوځي یرغل تیاری نیوه، په سېمه کې د امریکا د ترټولو مشر جاسوس په توګه تاسو په څه لګیا واست او تګلاره مو څه وه؟

ځواب: په هغه وخت کې زما اندېښنه دا وه چې که امریکا د اسامه بن لادن، او د هغه د نورو لوړپوړو کسانو د نیولو او د هغوی د پټ ځایونو د ورانولو لپاره، پر افغانستان برید کوي، هسې نه چې افغانان یې پر ضد مقاومت وکړي، هاغسې چې د شوروي پر ضد یې کړی و، او که داسې وشي دا به د امریکا لپاره بده جګړه وي.

زما بله اندېښنه دا وه چې د دغې جګړې ګټل څومره وخت نیسي. بله خبره دا وه چې که امریکا د اسامه بن لادن او القاعدې په غړو پسې ګرځي باید یو داسې حکومت وي چې، ددې هیواد چارې سمبالې کړي تر څو په راتلوونکي کې د ترهګرو لپاره خوندي او د پناه ځای نه وي، ځکه چې القاعده په اسانۍ سره بیرته راتللې شي.

دا ښکاره خبره وه چې امریکا نه غوښتل چې د ډېرو وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي، موږ نه غوښتل چې د یوه یرغلګر ځواک په توګه په افغانستان کې پاتې شو. موږ چې په افغانستان کې هرڅه کړي که په نظامي برخه کې و او یا بلې برخې کې، اصلي هدف مو دا و چې باید په افغانستان کې د داسی یو سیاسي جوړښت د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته وشي، داسې یوه اداره جوړه شي چې نړیوالو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې بیا په دې خاورې کې فعالیت وکړي.

پوښتنه: تاسو چې د کوم سیاسي جوړښت د رامنځته کولو خبرې کولې او وايي چې له ځینو لوړ پوړیو طالبانو سره مو هم په دې اړه اړیکې نیولي وو، فکر کوﺉ چې دغو اړیکو او هڅو د دغې جګړې مخه نیولې شوای؟

ځواب: زما هیله همدا وه، خو که موږ، د امریکا متحدو ایالتونو،د طالبانو تګلاره منله او که نه منله، د هغوی ډله پر افغانستان واکمنه وه چې د سپتمبر تر یولسمې وړاندې یې د هیواد پر ډېرې برخې واک درلود.

که موږ د طالبانو مشرتابه او ملا عمر هڅولي شوای چې د اسامه بن لادن او القاعدې په اړه خپله تګلاره بدله کړي، نو موږ باید هغوی په افغانستان کې د مشروع او قانوني ځواک په توګه منلي وای او په همدې بنسټ مو ورسره چال چلن وکړ. د بل انتخاب په ډول، که د طالبانو په منځ کې داسې ډلې ټپلې وې چې غواړي له ملا عمر څخه جلا او د اسامه بن لادن او القاعدې په اړه اقدام وکړي، باید موږ هغوی د قانوني چارواکو په توګه پیژندلي وای چې ښايي دغه کار د امریکا د پوځي اقدام مخه نیولی وای. زما خپل نظر دا و، چې پوځي اقدام باید وروستی انتخاب وي.

د طالبانو نظام د امریکايي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله نسکول کړل شو.

د طالبانو نظام د امریکايي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله نسکول کړل شو.

پوښتنه: ایا تاسو ډېر وخت ته اړتیا درلوده چې، دغه هدف ترلاسه کړﺉ او که فکر کوﺉ چې له کومو خلکو سره چې تاسو اړیکې نیولي وې، هغوي اغیزناک کسان نه وو، لکه ملا عثماني، چې تاسو ورسره اړیکه نیولې وه؟

ځواب: هاغسې چې په خپل کتاب کې مې یاد کړي دي، ما له ملا عثماني سره دوه وارې اوږدې خبرې کړي دي، هغه مهال زمونږ قضاوت دا و چې هغه د طالبانو د مشرتابه دویم رسمي کس نه دی، خو په جنوبي زون کې یو پیاوړی قوماندان او واکمن کس و. دا زما خپله انګیرنه وه چې ملا عثماني د طالبانو د مشرتابه دویم کس دی. موږ هیله درلوده چې ملا عثماني به ملا عمر وهڅوي چې کوم اقدام وکړي، خو هاغسې ونشول. لومړی ما له ملا عثماني سره په دې اړه خبرې وکړي چې، ملا عمر وهڅوي چې خپله تګلاره بدله کړي، خو وروسته چې جوته شوه، چې ملا عمر تګلاره نه بدلوي، موږ له ملا عثماني سره خبرې وکړي چې د خپل واک نه په ګټې اخیستلو، له امریکا سره معامله وکړي. موږ ډېر وخت نه درلود، زموږ وخت ډېر کم. زه پوهیدم چې امریکایان ډېر بې صبره وه او دا چې که طالبان کوم کار ونکړي، امریکا به پوځي اقدام وکړي.

پوښتنه: ما ستاسو په کتاب کې ولوست، چې تاسو نه غوښتل چې د طالبانو د مهال د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره په دې اړه خبرې وکړﺉ، ځکه چې تاسو فکر کاوه چې هغه د طالبانو مشر ملا عمر له خپل هوډ څخه ګرځولﺉ نشي او دا چې ملا متوکل ګواکي په طالبانو کې اغیزناکه نفوذ نه درلود. آیا فکر نکوﺉ چې تاسو ته د آی اس آی لخوا ویل شوي و، چې ملا عثماني د طالبانو د مشرتابه دویم کس دي، که هغه دا کار ونشي کولی بل هېڅوک یې کولﺉ نشي؟

ځواب: د ملا عثماني په تړاو زما انګیرنه د پاکستان د آی اس آی تر اغیز لاندې نه وه، ما د ملا عثماني تر لیدلو پورې، د هغه په اړه له آی اس آی سره د هغه په اړه هیڅ خبرې هم نه وې کړې. دا چې زما قضاوت سم و کنه، خو دا هر څه زما استخباراتي معلومات و چې هغه د طالبانو د مشرتابه دویم کس و. بله خبره دا وه چې زموږ استخباراتي معلوماتو ویل چې اسامه بن لادن او القاعده د ملا عثماني هم نه خوښيږي او هغه په افغانستان کې د عرب جنګیالیو له شتون څخه خوښ نه و، نو موږ فکر کاوه چې هغه تر نورو ډېر وړ کس و چې باید په دې اړه ورسره خبرې وشي. له ملا عثماني سره زما په لومړنیو خبرو کې، چې هغه د طالبانو په استازیتوب غږېده، په ښکاره یې وویل چې دا خلک یې نه خوښیږي، هغه ویل چې دا خلک یو مشکل دی او موږ باید دغه مشکل حل کړو.

پوښتنه: ما ستاسو د کتاب په ۱۸۴ مخ کې ولوسته چې له تاسو سره تر لیدلو وروسته ملا عثماني او ملا جلیل د دې پر ځای چې کندهار ته ولاړ شي او ملاعمر ته راپور ورکړي، دواړه اسلام اباد ته ولاړل او د آی اس آی له مشر جنرال محمود سره یې وکتل. اصلي خبره څه وه، دوی آی اس آی ته راپور ورکاوه او که په کندهار کې له ملا عمر نه لارښوونې اخیستلې؟

د امریکا دغه پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د طالبانو پر ضد د جنګ اعلان وکړ.

د امریکا دغه پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د طالبانو پر ضد د جنګ اعلان وکړ.

ځواب: هو، ما هغه وخت هم دا فکر کاوه او اوس هم په همدې باور یم چې، ملا عثماني او ملا جلیل د ملا عمر استازیتوب کاوه. ما سره په لومړنۍ ناستې کې دوی ته په ښکاره وویل چې د ملا عمر موافقه له ځانه سره لري چې، د دواړو هیوادونو ترمنځ دغه شته ستونزې ته حل لاره پیدا کړي. ما ته بیا د آی اس آی مشر، جنرال محمود وویل چې، ملا جلیل او ملا عثماني زموږ له ناستې وروسته، له هغه سره لیدلي وو، خو زه فکر نکوم چې هغوی په بشپړ ډول د آی اس آی تر واک لاندې وو. زه فکر کوم، هاغسې چې زموږ د امریکانو هیله وه، پاکستانیانو په طالبانو کې د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستلو هڅه کوله چې ملا عمر وهڅوي چې اسامه بن لادن راوسپاري. زما انګیرنه دا ده چې ملا عثماني غوښتل له موږ سره د پاکستان له نفوذ نه کار واخلي، موږ دواړو غوښتل چې پر یو بل د پاکستان نفوذ وکاروو.

پوښتنه: زه غواړم چې پر یوې بلې موضوع چې تاسو په خپل کتاب کې یاده کړې، راسره خبرې وکړﺉ. د مجاهدینو پخوانی قومندان عبدالحق یادوم چې طالبانو وواژه، تاسو لیکلي چې، د امریکا بې پیلوته الوتکې عبدالحق څاره چې کله طالبانو ونیوه، په دغه وخت کې په الوتکې کې یوازې یو راکټ وو، زما پوښتنه دا ده چې ایا دغې بې پیلوټه الوتکې راکټ وتوغوه کنه، ایا امریکایانو د عبدالحق د ژغورلو پوره هڅه وکړه، هاغسې چې سي آی اي، په ارزګان کې د حامد کرزي د ژغورلو لپاره وکړه؟

ځواب: بلې، سي آی اي، د کرزي او ځینو نورو قومي مشرانو د ژغورلو او په خوندي ډول یې پاکستان ته د انتقالولو لپاره، ارزګان ته څرخي الوتکه استولې وه، خو د عبدالحق په قضیه کې موږ دا وړتیا نه درلودله. یوه بله خبره چې ما په خپل کتاب کې هم یاده کړې ده، دا وه چې افغانستان ته د عبدالحق تر تګ مخکې، له هغه سره د امریکا مرسته او ملاتړ تنظیم شوی نه و. افغانستان ته د عبدالحق تر ورتلو مخکې، زموږ قضاوت دا و چې، هغه په افغانستان کې وسله وال ملاتړي نلري او هغه داسې کس نه و چې موږ باید ورسره مرسته وکړو، زموږ باور دا و چې هغه د دغه کمپاین د مشرتابه لپاره وړ کس نه او کومه لاس ته راوړنه به ونلري.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر، د طالبانو پر ضد د امریکا د بریدونو، ملاتړ او ننګه وکړه.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر، د طالبانو پر ضد د امریکا د بریدونو، ملاتړ او ننګه وکړه.

ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، هو، بې پیلوټه الوتکې عبدالحق لیدلی و چې طالبانو نیولی، یو راکټ یې درلوده، خو دا یو راکټ د عبدالحق د ژغورلو لپاره کافي نه و، الوتکې میزایل توغولی و او یوازې یې د طالبانو یو ګاډی ویجاړ کړی و، خو په هاغسې سخت حالت کې یې د عبدالحق د ژغورنې لپاره بسیا ونکړه.

پوښتنه: ایا امریکا په دغې جګړې کې، عبدالحق خپل یو ملګری باله؟

ځواب: هغه دښمن نه بلل کیده، موږ فکر کاوه چې هغه پر سم لور جنګیږي. تاسو پوهیږﺉ هغه داسې یو کس و چې له څو کلونو راهیسې یې د افغانانو د یوالي لپاره هلې ځلې کولې چې سوله راشي. خو هاغسې چې مې وویل، موږ او سي آی اي، د مجاهدینو د داسې مشرانو په لټه کې و چې، په دغه برخه کې اغیزناک ثابت شي، زموږ قضاوت دا و چې عبدالحق په افغانستان کې دننه قوي ملاتړ نه درلود او همدا علت و چې موږ یې ملاتړ هم ونکړ. عبدالحق چې څنګه افغانستان ته ورسیده طالبانو ونیوه، موږ له هغه سره په اړیکه کې نه و، موږ له هغه سره هیڅ خبرې هم نه دي کړي. دا چې ولې الوتکې څه ناڅه د عبدالحق مرسته کړې ده، علت یې دا و چې، له عبدالحق سره یو بل کس، هغه په پاکستان کې خپلوانو ته زنګ وهلی و چې مرسته ورسره وکړي، د هغه خپلوانو بیا هغوو دوو امریکایي وروڼو ته چې له عبدالحق سره په تماس کې وو، زنګ وهلی و، دغو وروڼو بیا د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاورته ویلي و او هغه بیا د استخباراتو مرکزي اداري ته زنګ وهلی و چې د عبدالحق څرک ولګوي، چې بیا ورته وویل شول چې پر هغه برید شوی دی. دا له باور څخه لېرې وضعیت و، نو ځکه د سي آی اي بې پیلوته الوتکې د عبدالحق څرک لګولی و چې طالبانو محاصره کړی دی.

پوښتنه: په پاکستان کې د سي آی اي د دفتر د مشر په توګه، دا درته هېښوونکی و چې کله اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد کې وموندل شو او ووژل، یانې دا څنګه امکان لري چې اسامه بن لادن له افغانستان نه پاکستان ته ولاړ شي او هلته مېشت شي، خو هلته دې د سي آی اي مشر پرې خبر نه وي؟

ځواب: زه تر ۲۰۰۲ کاله پورې پر دغې دندې ګمارل شوی وم، له هغه وروسته له پاکستان نه وتلی یم، خو بیا تر ۲۰۰۵ کاله پورې د ترهګرۍ د مخنیوي د مرکز مشر وم او له پاکستان او افغانستان سره مې تماسونه درلودل. خو کله چې اسامه بن لادن وژل کیده، زه په پاکستان کې نه وم، خو دا رښتیا هم زما لپاره ډېر هیجاني خبر و. زما نظر او انګیرنه دا وه چې هغه به د پاکستان په سرحدي سیمو کې وي او د چا لخوا به پټ ساتل کیږي، خو دا فکر مې نه کاوه چې هغه به په اېبټ اباد کې وي.

د سي آی اې دغه مشر وايي، چې عبدالحق داسې کس نه و، چې په افغانستان کې پوځي ملاتړي ولري او امریکا دې ورسره مرسته وکړي.

د سي آی اې دغه مشر وايي، چې عبدالحق داسې کس نه و، چې په افغانستان کې پوځي ملاتړي ولري او امریکا دې ورسره مرسته وکړي.

پوښتنه: لږ راسره د ملا عمر په اړه وغږیږﺉ چې طالبان یې امیرالمومنین بولي. ایا د سي آي اي د یوه چارواکي په توګه، تاسو پوهیږﺉ چې دی څوک دی، له چا سره سر او کار لري او دا چې هغه څنګه په افغانستان کې یو پیاوړی او اغیزناک شخص شو؟

ځواب: دا ډېره په زړه پورې ده، زه چې کله په پاکستان کې د سي آی اي مشر وم، موږ پوهیدو چې ملا عمر په طالبانو کې ډېر ملاتړي لري، د طالبانو د شورا غړي، قومندانان او نور لوړپوړي چارواکي ملا عمر ته ډېر وفاداره او ژمن دي. خو زه نه پوهیږم ولې داسې ده؟ خو د پاکستان د آی اس آی له چارواکو سره، چې پر طالبانو نفوذ لري او تر مونږ هغوی د طالبانو په داخلي چارو ښه پوهیږي، له تماسونو او خبرو وروسته په دې پوه شوم چې، ملا عمر ځکه یو پياوړی شخص دی چې، ټول کسان یې درناوی کوي، هغه د طالبانو د شورا پر ټولو غړو رواني تاثیر لري او هغوی یې انحصار کړي دي او بله خبره دا ده چې د طالبانو ټول لوړپوړي مشران له ملا عمر سره انفرادي اړیکي لري او پالي يې. طالب مشران به ښايي پر یو بل باور ونکړي، خو پر ملا عمر ټول باور او اعتماد لري، ملا عمر دغه اړیکي داسې انحصار کړي دي چې د هغه له موافقې پرته هیڅ یوه پرېکړه نشي کیدي.

موږ ولیدل چې ځینو طالب مشرانو د سولې د خبرو په اړه ویل چې باید څه وکړي؟ له امریکا سره وغږیږي او که له حامد کرزي سره تړون وکړي، خوهغوی د ملا عمر له موافقې پرته په خپلو کې سره هیڅ یوې مواقفې ته ونه رسیدل چې دا د طالبانو پر غورځنګ د ملا عمر یو طبیعي اغیز او کنټرول ښيي.

پوښتنه: څنګه امکان لري چې یو نالوستی کس دې د طالبانو د غورځنګ غوندې د يو لوی سازمان مشري وکړي، او کلونه کلونه کیږي چې سي آی اي ورپسې ګرځي خو پېدا کولﺉ یې نشي او هېڅ څرک یې معلوم نه دی؟ پنځه او یا لس میلیونه ډالره یې پر سر جایزه اېښودل شوې، د القاعدې مشر اسامه پېدا او ووژل شو، خو هغه لا هم پېدا شوی نه دی او ورک دی، ولې؟

ځواب: ( خندا....) زما په فکر هغه یو زېرکه انسان دی، او بله خبره دا ده چې، د طالبانو د نظام له نسکورولو وروسته، د پاکستان آی اس آی هغوی زغملي دي، بلکې زه وایم چې آی اس آی د هغه کلک ملاتړ کوي. د سپتمبر د ۱۱ له پیښې مخکې د ملا عمر او د هغه د پاکستاني ملګرو ترمنځ ځینې ناباورۍ وې، تاسو دا اندازه لګولی شئ چې پاکستان له دغې پیښې وروسته چې له امریکا سره څومره مرسته کړې ده، دغه ناباورۍ به څومره لا پسې زیاتې شوې وې. زما په باور د پاکستان مشرتابه له افغان طالبانو سره ډېر زړه نازړه چال چلن کاوه.

پوښتنه: په دې وروستیو کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي، د طالبانو مشر ملا عمر یو بېسواده کس وباله او ویې ویل چې د مسلمان امت، د مشرتابه وړتیاوې نلري. فکر نکوﺉ چې د دوی ترمنځ د مشرۍ پر سر شخړه پیل شوې ده؟

ځواب: هو، موږ ځینې نښې نښانې لیدلي چې د طالبانو ځیني کسان غواړي د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای شي، دا هماغسې ده لکه مخکې چې د طالبانو ځینو او په نړۍ کې ځینو نورو ډلو غوښتل له القاعدې سره یو ځای شي، چې هغه وخت القاعده د نړیوال جهاد مشره وه، سره له دې چې د خلکو ترمنځ واټنونه او روابط لرې وو، خو بیا هم ځينو غوښتل چې له القاعده ډلې سره یوځای شي. خو اوس، ابوبکر البغدادي، ځان د یو نوي خلافت مشر اعلان کړی او په دغه موقف کې ځان تر ملا عمر او نورو وړ او غوره کس بولي.

د سي آی اې، الوتکو کرزی، د طالبانو له برید څخه وژغوره، او خوندي ځای ته یې ولېږدوه.

د سي آی اې، الوتکو کرزی، د طالبانو له برید څخه وژغوره، او خوندي ځای ته یې ولېږدوه.

داسې ښکاري چې، اوس د دغو دواړو ترمنځ د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي پیل شوې ده. ملا عمر چې د سپتمبر د ۱۱ له پیښې مخکې یې ځان امیرالمومنین باله، فکر نکوم چې، د ابوبکر البغدادي مشري ومني، کیدی شي چې زما نظر غلط وي، خو فکر نکوم.

پوښتنه: د وروستۍ پوښتنې په توګه، تاسو پوهیږﺉ چې امریکا خپل ډېر سرتېري له افغانستان نه وویستل، ډېر خلک په دې باور دي چې له دې وروسته به په افغانستان کې سي آی اې د جګړې مشري کوي. ایا، سي آی اې د طالبانو د ماتولو لپاره داسې څه کولی شي چې، پوځ ونشول کولﺉ؟

ځواب: زما په باور، د حالاتو د ښه درک کولو لپاره به په راتلوونکې کې د سي آی اې رول دا وي چې له مختلفو غاړو سره، اړیکې وپالي او د امریکا د ملګرو او ایتلافیانو سره د امریکا د مرستو اړتیا په ګوته کړي، چې دا د امریکا د پوځ له وتلو وروسته ډېر مهم کار دی. کله چې په افغانستان کې په ډېر شمیر کې امریکايي پوځ دېره وو، سي آی اې هغوی ته د معلوماتو په برابرولو کې مهم رول ترسره کړ، خو مشري د امریکايي پوځ په غاړه وه، او کله چې پوځ له افغانستان څخه وځي، د سي آی اې رول لا پسې مهم کیږي. خو دا چې دوی به طالبانو ته ماتې ورکړل شي کنه، ځکه چې، سي آی اې، نظامي قوه نه ده او هغه څه چې د امریکا پوځ کولای شي، سي آی اې، یې نشي کولی. زما په بارو په راتلوونکې کې به افغانستان تر پخوا لا پسې ډېر مهم وي.

XS
SM
MD
LG