د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی ای: د ایران سره د اتومي معاملې لغوه کول "ناپوهي" ده


جان برنن غواړي د جنورۍ په میاشت کې د سي آی ای د ریاست نه شاته شي
جان برنن غواړي د جنورۍ په میاشت کې د سي آی ای د ریاست نه شاته شي

د سي آی ای مشر ویلي دي چې د تهران سره د اټومي معاملې لغوه کول به په ایران کې د سخت دریځو د غښتلي کیدو سبب شي او ښایي نور هیوادونه هم دې ته وهڅول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو سي آی ای رئیس ویلي دي چې که د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران سره اټومي موافقه لغوه کړي دا به د هغه "خورا ناپوهي" وي.

د سي آی ای رئیس جان برنن د بي بي سي سره په مرکه کې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه ویلي دي چې د ایران سره د اټومي موافقې ختمول به یوه لویه لانجه رامنځ ته کړي چې د هغه په وینا دا ډول اقدام به اټومي وسلو ته د ایران او د سیمې د نورو هیوادونو د لاس رسي سبب شي.

ډونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د ایران سره د اټومي معاملې لاس لیک کول "تاریخي اشتباه" گڼلې وه او گواښ یې کړی و چې که واک ترلاسه کړي نو دغه توافقنامه به لغوه کړي.

ښاغلي برنن ویلي دي چې دغه اقدام به په ایران کې د سخت دریځو د غښتلي کیدو سبب شي او ښایي نور هیوادونه هم دې ته وهڅول شي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

جان برنن چې غواړي د جنورۍ په میاشت کې د سي آی ای د ریاست نه شاته شي، د واشنگټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په هیله په دې مصاحبه کې ښاغلي ټرمپ ته دا ور په یاد کړي چې د روسیې ژمنو ته په احتیاط سره وگوري.

XS
SM
MD
LG