د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اي په امریکا د بریدونو خبرداری ورکړی دی


سي آی ای د ځانمرګو بریدونو مخنیوی ستونزمن بولی
سي آی ای د ځانمرګو بریدونو مخنیوی ستونزمن بولی

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت چارواکو ددغه هېواد د سنا مجلس له غړو سره په لیدنه کې له داعش سره د مبارزې په تړاو محرم معلومات شریک کړي دي.

دغه لیدنه چې په ترکیې کې تر خونړیو بریدونو شاوخوا اته څلوېښت ساعته وروسته ترسره شوه پکې د امریکا د دفاع وزیر، اشتون کارتر په ګډون لوړپوړو امنیتي چارواکو ګډون درلود.

تر لیدنې وروسته یو شمیر سناتورانو له خبریالانو سره خبرې وکړي او د استانبول په څیر د ورته حملو خبرداری یې ورکړ.

سناتور مارکو روبیو وویل: " ترهغه چې داعش د جګړې په میدان کې ولکه کړې ځمکه له لاسه ورکوي نو تاسې به د اورلاندو د برید او استانبول د تیرې ورځې پېښې په څیر حملو د ترسره کولو هڅې وګورئ."

امریکايي سناتوران په داسې حال کې د داعش له ګواښونو څخه یادونه کوي چې د امریکا په مشرۍ یوه تازه هوايي برید کې د پنجشنبې په ورځ ددغې ډلې ۲۵۰ جنګیالي وژل شوي دي.

له بلې خوا د امریکا د څارګرې ادارې مشر، جان برنن وايي چې داعش د بریدونو توان موندلی دی.

برنن ځانمرګو بریدونو ته په اشارې وویل چې ددغه شان بریدونو مخنیوی ستونزمن دی. نوموړي کواښ کړی چې داعش به په امریکا کې د ترکیې په څیر بریدونو هڅه وکړي.

له داعش سره په مبارزې کې د اوباما ادارې له هڅو سره سره، یو شمیر جمهوریت غوښتونکي سناتوران پدې باور دي چې سوریې او عراق کې د اوضاع کابو کول کولی شي د متحدو ایالتونو امنیت یقیني کړي.

سناتور لندسي ګراهام وايي: "زه هیله لرم چې موږ وکولی شو خپل همکاران پدې قانع کړو چې که دوي اوس پدې برخه کې اقدام ونه کړي نو وروسته به یې بیه پرې کړي. که تاسې غواړئ چې خلک متحدو ایالتونو او اورپا ته رانشي نو اجازه ورکړئ چې دوی بیرته فلوجې، رمادي، او نورو ښارونو ته وګرځي."

د ترکیې د استانبول په هوايي ډګر کې له بریده وروسته د امریکا په لویو هوايي ډګرونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د استانبول په پېښه کې تر اوسه د دوه څلوېښت تنو د وژل کیدو او تر دوه سوو زیات کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. پدې منځ کې څلور تنه افغان وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د برید مسولیت ندی منلی، خو د ترکیي لومړي وزیر بن علی یلدرم د پړې ګوته داعش ته نیولې ده.

که څه هم چې د استانبول په پېښه کې د امریکايي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه معلومات ندي ترلاسه شوي خو امریکايي چارواکو ژمنه کړې چې تر خپلې وسې به د امریکایانو د امنیت په خوندېتابه کې هڅه وکړي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، بارک اوباما وویل: " مونږ د خپلو خلکو د امنیت لپاره هر هغه څه چې په توان کې مو وي ترسره کوو. زه ډاډمن یم چې مونږ هغو کسانو ته د ماتې ورکولو وړتیا لرو چې کار ېې وژل او ورانی دی. په داسې حال کې چې ځینې هڅه کوي موږ سره وویشي خو کله چې موږ د یوې ښې نړۍ لپاره سره یو شو، پیاوړي یو."

XS
SM
MD
LG