د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې وایي داعش نوې تګلاره جوړه کړې


د امریکا د مرکزي استخباراتو یا ( سي آی اې ) رئیس ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلي یا داعش تروریستانو نوې ستراتیژي منځ ته راوړې ده او د عراق او سوریې نه بهر خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د ( سي آی اې ) رئیس جان برینان د اسلامي دولت د ډلي د مخ په زیاتیدونکو خارجي عملیاتو د آجندا په اړه خبرداری ورکړی دی.

برینان د دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې د بین المللي او ستراتیژیکي څیړنو په مرکز کې په وینا کې وویل چې " د اسلامي دولت ډلي یا داعش نور د خلکو وژنې او قتلونه یوازې د عراق او سوریې په خاورو کې محدود نه دي ساتلي " یا دا چي یوازي په نژدې محلي ملکونو کې یې حملې محدودي کړي نه دي.

"داعش د خارجي عملیاتو آجندا جوړه کړې او هغه یې د قتلونو په ترسره کولو سره په کار اچولې ده. دا باید ووایم چې هغه دردونکی گواښ چې د داعش له خوا موږ ته متوجه دی دې ته مطلق ضرورت پیدا کوي چې نړۍ واله ټولنه په استخباراتو کې، د قانون په تطبقولو کې، په نظامي همکاریو کې او په دیپلوماتیکي چارو کې په بیسارې توگه گډ اقدامات وکړي. د داعش گواښونه همدا کارونه زموږ نه غواړي."

برینان وویل چې " د پاریس حملې دا موږ ته په ښه شان څرگندوي چې داعش د دې حملو د پاره څو میاشتي کار کړی و."

هغه یو لړ خارجي عملیاتو ته اشاره وکړه چې په بیروت کې د ځانمرگو حملې او احتمالا په سینای کې د روسیې دالوتکي راغورځول چې ټولي ٢٢۴سپرلۍ یې ووژل شوې ، هم په کې شامل وو.
" موږ په داسي حال کې چی د دغو غمجنو پېښو په اړه چې چا کړي دي معلومات پلټو، خو په هغو کې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلي یا داعش چې د قاتلانو یو سازمان دی او د دین په پلمه دا حملې کوي، نښي نښانې لیدل کیږي."

د سي آی اې رئیس وویل چې امریکا د داعش دډلي دې گواښ ته په سرسري نظر نه گوري. هغه وایي چې په عراق او سوریه کې د دې ډلي په مقابل کې د امریکا او د هغې د متحدانو بریالیتوب د دې سبب شوی دی چې دغه ډله خپلي حملې په نورو هیوادونو کې وکړي.

هغه په دې وینا کې وویل چې که څه هم چې دا «حتمي» ده چې داعش به نوري داسي حملې هم وکړي، مگر دا «حتمي نه ده» چې هغه به کامیابي شي.

XS
SM
MD
LG