د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې خپل یو مامور د اسلام آباد نه ایستلی دی


سي آی اې خپل یو مامور د اسلام آباد نه ایستلی دی
سي آی اې خپل یو مامور د اسلام آباد نه ایستلی دی

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د دغې ادارې د څانګې مشر بیرته هیواد ته غوښتلی دی ځکه چې د هغه نوم د پاکستان د یوې محکمې په پاڼو کې افشا شویدی او د سې آی اې د دغه کارکوونکي ژوند ته یې خطر متوجه کړی ؤ.

د پاکستان یوه مدافع وکیل د سې آیې اې د دغه مامور هویت په همدې اونۍ کې د محکمې په ځینو پاڼو کې د خپل یوه مؤکل په استازیتوب چې خپل خپلوان یې د امریکا د مشکوکه بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي ؤ، افشا کړ. د محکمو په پاڼو کې د سي آې اې د مشر لیون پنیتا او د امریکا د دفاع د وزیر رابرت ګیټس نومونه هم یاد شویدي.

د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي د بې پیلوټه الوتکو په حملو باندې تبصرې نکوي او یوازې دومره وایي چې دغه حملې د القاعده د شبکې د هغو غړو پر ضد مهم اقدامات دي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې مرکزونه جوړ کړیدي. د مطبوعاتو په رپوټونو کې ویل شویدي چې په اسلام آباد کې د سې آی اې د دفتر رئیس د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پروګرام کې مهم نقش درلود. هغه همدارنګه د پاکستان د استخباراتو د ادارې ( ISI) د غړو سره هم د نږدې نه اړیکې لري.

د پاکستان د استخباراتي ادارې مامورینو نن ویلي چې دغې ادارې په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د ادارې د عالي رتبه مامور د نامه په افشاُ کولو کی کومه ونډه نه درلوده.

دغو چارواکیو چی د نامونو د نه خپرولو په شرط یی خبری کولی وویل چی دا ډول ادعاګانې به د امریکا او پاکستان ترمینځ نوي اختلافات رامینځ ته کړي.

د سې آی اې یوه ویاند جورج لیټل چې پرون د جمعې په ورځ یې د مطبوعاتو سره خبر ې کولې، دغه خبره یې پخه کړه چې خپل مامور یې امریکا ته راغوښتی دی. او دا یې هم ویلي دي چې په نورو هیوادونو کې د سې آی اې د ادارو مشران د زیاتو خطرونو سره لاس او ګریوان دي. ویاند همدارنګه ویلي دي چې د خپلو مامورینو خوندیتوب ورته د هر څه نه زیات اهمیت لري په ځانګړي ډول پداسې حالاتو کې چې هغوي ته کوم جدي خطر متوجه وي.

د خیبر په ایجنسۍ کې د بې پیلوټه الوتکو حملې کمې دي خو پدغې سیمې کې د لشکرې اسلام په نامه یوه محلي جګړه ماره ډله مرکزونه لري چې د پاکستاني طالبانو سره اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG