د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې رئیس به د امریکا نوی دفاع وزیر شي


لیان پنیټا (ښي) به د رابرټ ګیټس (چپ) پر ځای د دفاع وزیر شي

لیان پنیټا (ښي) به د رابرټ ګیټس (چپ) پر ځای د دفاع وزیر شي

توقع کېږي چې دامرېکا جمهور ریس براک اوباما به نن دCIA رېس لېون پانېتا د رابرټ گېټس پر ځاې ددفاع دوزېر په توگه وټاکي او په افغانستان کې به دامرېکاېې قواو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېس دهغه پر ځاې د CIA د نوي ریس په توگه مقرر کړي.

همدا راز توقع ده چې اوباما به ېو سابقه دار امرېکاېې ډېپلومات، راېن کراکر، په افغانستان کې دامرېکا دنوي سفېر په توگه مقرر کړي او ډگرجنرال جان الن به په افغانستان کې دامرېکاېې او ناټو دځواکونو دنوي قوماندان په توگه وټاکي.

نوموړې فعلا دامرېکاېې ځواکونو دمرکزي قرارگاه دقوماندان مرستیال دی. دغه څلور واړه کسان باېد دامرېکا د مشرانو جرگې له خوا منظور شي.

د امرېکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس مخکې اعلان کړی ؤ چې غواړي سږ کال تقاعد واخلي. رابرټ گېټس د١٩٩١ نه تر ١٩٩٣ پورې د CIA ریس ؤ.

XS
SM
MD
LG