د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی ای په مشرتابه کې ګڼ رنګي زیاتیږي


د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو د نفوس شمیرنې ادارې خپرې کړي په ٢٠١۴ کال کې د امریکا د نفوس ۶۲.۶ په سلو کې سپین پوستي وو.
د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو د نفوس شمیرنې ادارې خپرې کړي په ٢٠١۴ کال کې د امریکا د نفوس ۶۲.۶ په سلو کې سپین پوستي وو.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا CIA رئیس جان برنن ویلي چې سي آی ای په لوړ او مهمو دندو کې به د توکمیزو لږکیو ونډه ډیره شي.

اوسمهال د سي آی ای اکثریت مشران سپین پوستي امریکایان دي‌او ایله ۱۱ سلنه جګپوړي چارواکي له نورو توکمیزو لږکیو (تورانو او لاتین امریکایانو) دي.

ښاغلي برنن د سي آی ای د توکمیز او جنسیتي جوړښت په هکله د یوې پلټنې امر کړی وو چې پایلې یې د چهارشنبې په ورځ په ډاګه شولې.

پدې رپوټ کې ویل شوي چې د CIA د ټولو کارکوونکو ۲۳.۹ په سلو کې امریکایي لږکیو ته منسوب کسان دي او د دې ادارې په معتبرو څانگو لکه د څیړنې او ارزونې او په عملیاتي او تکتیکي استخباراتي څانگو کې یې سلنه تر دې لا ټیټه ده.

د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو د وګړو د شمیرنې ادارې خپرې کړي په ٢٠١۴ کال کې د امریکا د وګړو ۶۲.۶ په سلو کې سپین پوستي وو.

جان برنن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي "زمونږ د نړیوال ماموریت په پام کې نیولو سره، هیڅ حکومتي اداره نه شي کولای دومره له تنوع او پراخ گډون څخه گټه واخلي، لکه CIA یې چې اخیستلای شي".

خو دغه رپوټ خبرداری ورکړی چې وضیعت کیدای شي له دې هم خراب شي، ځکه د ٢٠٠٧ کال راهیسې په سي آی ای کې د لږکیو د استخدام کچه له هغې اندازې نه راټیټه شوې چې په دې اداره کې د لږکیو د استازیتوب لپاره اړینه ده.

په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د نویو کارکوونکو یواځې ۱۹.۳ په سلو کې لږکیو ته ځانگړې شوې وه، په داسې حال کې چې په دې اداره په ٢٠١١٨ کال کې د امریکا د لږکیو د استخدام کچه له ۳۱ فیصدو څخه زیاته نه وه.

جنسي تنوع

په داسې حال چې زیات شمیر سپین پوسته ښځې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې په لوړپوړو مقامونو کې کار کوي (په کال ٢٠١۴ کې شاوخوا ٣٠ فیصده)، په تولیز ډول د سي آی ای په جوړښت کې د ښځو ونډه هم ټیټه بلل شوې ده.

په دې رپوټ کې همداشان د CIA په تشکیل کې د فرهنگي شمولیت نشتوالي ته اشاره شوې ده لکه څنگه چې ددې ادارې همجنسبازه، دوه جنسو ته مایل کسان او نور کار کوونکي هڅه کوي چې د کاري بریالیتوب په خاطر خپل جنسي تمایلات پټ کاندي.

په دې ترڅ کې ددې څیړنیز رپوټ موندنې ښي چې د CIA یو شمیر کارکوونکو د ادارې سره له خپل تعامل څخه لاس اخیستی، ځکه د کاري او ماموریتي مسایلو په اړه د وړاندیزونو سره سره د هغوی نظریات په پام کې نه دي نیول شوي.

ښاغلي برنن څو اصلاحی اقدامات اعلان کړل، چې په هغې جمله کې د امریکا د مرکزي استخباراتو لوړپوړي چارواکي باید د تنوع او پراخ گډون په هکله زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG