د لاس رسي وړ اتصالات

سي آې اې د ۹/۱۱ د بریدونو پټ اسناد خپروي


د ۹/۱۱ اکثر بریدګر د سعودي‌عربستان وو

د ۹/۱۱ اکثر بریدګر د سعودي‌عربستان وو

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر د یکشنبې په ورځ وویل د ۹/۱۱ بریدونو په اړه د هغو ۲۸ محرمې پاڼو پلوي کوي، چې ښيي سعودي عربستان پدغو ترهګریزو بریدونو کې هیڅ لاس نه درلود.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د سي آی اې مشر جان برینن یوه عربي ټلویزیون ته وویل "زما په فکر دا ۲۸ پاڼې باید خپاره شي او خلک د دغو اسنادو له مخې باید داسې فکر ونکړي، چې ګنې سعودي په پېښې کې لاس درلود".

د ۹/۱۱ د بریدونو په اړه یوه امریکايي خپلواکه کمیسیون پلټنې وکړې او خپلې موندنې یې په یو راپور کې خپرې کړې. د راپور ځینې برخې د امنیتي دلایلو له کبله پټې وساتل شوې.

د ۹/۱۱ اکثر بریدګر د سعودي‌عربستان و او ځيني امریکايان شک کوي چې ښايي د دغه هېواد ځينې کړیو پدغو بریدونو کې یو نه یو ډول لاس درلود.

د امریکا کانګرس تېره میاشت یوه داسې لایحه تصویب کړه چې په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د سعودي د حکومت پر ضد په محکمې کې د دعوه کولو اجازه ورکوي.

سعودي چارواکو ویلي وو، که دغه لایحه په قانون بدله شي نو د متحدو ایالتونو د امنیتي کمپینو او نورو برخو نه به خپله ۷۵۰ میلیارده ډالره پانګه وباسي.

سپینې ماڼۍ د دغې لایحې کلک مخالفت کړې او امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په ۹/۱۱ بریدونو کې د سعودي چارواکو د لاس لرلو په اړه هیڅ اسناد او شواهد نشته.

سعودي عرب د ۹/۱۱ له بریدګرو سره د هرې مرستې او همکارۍ تور ردوي. پدغو بریدونو کې ۱۹۹۶ کسه ووژل شول او شاوخوا شپږ زره نور ټپیان شول.

د سپتمبر د پېښې د بریدونو د ارزونې د کمیسیون مشر، سناتور باب ګراهم، د اپریل په میاشت کې ویلي وو چې سپینه ماڼۍ به د جون په میاشت کې د دغو اسنادو د افشا کولو او نه افشا کولو پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG