د لاس رسي وړ اتصالات

په افریقا کې د نارینوو د سنتولو کمپاین پيل شو


په جنوبي افرېقا کې حکومتي چارواکي او خېرېه موسسې د ایډز د وژوونکي ناروغۍ د مخنیوي لپاره نارینه هڅوي چې ځانونه سنت کړي. وروستۍ طبي ازموینې او پلټنې ښېي چې سنتول ددې وژونکې ناروغۍ د ویروس په مخنېوي کی مهم رول لوبوي.

که څه هم چې په جنوبي افرېقا کی د اېډز د ساري ناورغۍ د مخنیوي او علاج په خاطر خیره موسساتو او د جنوبي افرېقا حکومت ډېرې هلې ځلې وکړې او دRetro-Viral په نوم گڼ شمېر پروگرامونه پیل کړي دي، مگر په سمه توگه ېې مخه ونه نیول شوه او اوس هم ددغه هېواد د ټول نفوس په سلو کې ۲۰ فیصده کسان ېا د اېډز په ناروغۍ اخته دي او یا ددغې وژوونکې ناروغۍ وېروس یې په بدن کې تثبیت شوی دی.

خواوس چارواکي او روغتیايي ماهرانو ددغې موذي ناروغۍ پرضد د مبارزې په غرض بلکل ېوه نوې جبهه پرانېستلې ده. دجنوبی افرېقا حکومت په پراخه کچه د اېډز د مخنېوي په خاطر مبارزه پېل کړې ده او زیار باسي چې ټول ځوانان خپل ځانونه سنت کړي ځکه چې دا معلومه شوې چې د Circumcision یا د نارینو سنتول دHIV ویروس په مخنېوي کی ډېره مرسته کوي. د روغتیايي چارو ماهران وايي هغه کسان چې په ځوانانۍ کې سنت شوي وي د هغو کسانو په مقایسه یې ژوند د اېډز له وېروس نه ډېر خوندي وي.

د ځوانانو د سنتولو لپاره د جهانزبرگ په اورېنج نومې ناحیه کې ېو لوی مرکز پرانېستل شوې دی چې هره ورځ ورته په لسگونو کسان ورځي.

مخکې له دې چې سنت ېې کړي ، د کلینک ډاکتران ورته ددغه عمل د گټو په باب معلومات ورکوي.

یو ۱۷کلن ځوان چې هابېل نومېده او قطار کی ولاړ و، امرېکا غږ ته یې ووېل"مور مې وهڅولم چې حتما باید د کلینک ته ولاړ شم او خپل ځان سنت کړم ځکه چې ډاکتران وايي چې سنتول د اېډز د ناروغۍ نه سړی ژغوري."

ډاکتران وايي څوک چې سنت شوي وي، د هغو کسانو په نسبت ېې د اېډز په ناروغۍ داخته کېدو چانس ډېر کم دی ، چې نه دي سنت شوي.

لس کله مخکې د روغتېا نړیوال سازمان د سرکمېژن د سنتولو د روغتیايي فایدو په اړه په جنوبي افرېقا کی یوه سروې وکړه او معلومه شوه چې گټې یې ډېرې دي.

حکومت ته یې مشوره ورکړه چې په پراخه کچه د ځوانانو د سنتولو لپاره اقدام وکړي او دا پروگرام اوس دافرېقا په ١۴ نورو هغو ملکونو کې هم روان دی چې د اېډز د ناروغۍ پېښې په کې ډېرې لېدل کېږي.

د کلینک یوه جراح ډاکتر ډومیساني محلامبي په دې اړه امرېکا غږ ته "ځیني کسان چې راځي نو په لومړي سر کې ورسره د سنتولو پروخت د درد وېره موجوده وي او گومان کوي چې سنتېدل به ډېر دردناک وي،خو په سلو کی مو ٩٩ اعشاریه څلور فېصده خلک په دې قانع کړي دي چې د سنتولو ېا سنتي جراحي درد نه لري او ډېر په ارامه کیږي. "

د اورېنج فارم کلینک چې په ١٣٨٦هجري شمسي کال کې پرانیستل شو په ټوله جنوبي افرېقا کی لومړی کلینک و او د جهانزبرگ په دغه ناحېه کې چې ډېر خلک په کې په اېډز اخته شوي وو چې اوس یې په ۱۰۰ کې تقربا ۸۰ نارنه سنت شوي دي.

دا مهال دجنوبي افرېقا په ځینو نورو ښارونو کی هم د نارینو د سنتولو لپاره وړیا کلینکونه فعال دي. د منډېزې مفذي په نوم ېوه نرس چې په نوموړي کلینک کې کارکوي "د اورېنج فارم په ناحېه کې او د ځوانانو سنتول یو عام عمل گرځېدلی دی. هرڅوک چې سنت شوی نه وي ملگري یې ور پورې خاندې او ملنډې پرې وهي. ځکه نو زیاتره ځوانان ددې لپاره هم زمونږ مرکز ته ددې لپاره چې په ملگرو کی رسوا نه شي، راځي او ځانونه سنتوي. ځوانان ېواځې ددې لپاره ځانونه نه سنتوي چې د اېډز د ناروغۍ نه به بچ شي. بلکه په دې خبره قانع شوي دي چې سنتول یې په ژوند کې نورې ډېرې روغتېايي گټي او فایدې هم لري. "

د جنوبي افرېقا د اېډز او اېچ اې وي د څېړونو د ملی مرکز امر، ډرک تل جرډ ،واېې چې واده شوو ښځو لپاره هم دغه عمل ډېر گټور ثابتېږي.

ده وویل " مونږ د خپلو پلټنو په دوران کی ولیدل هرڅوک چې سنت شوي وي او واده ېې کړی وي، د ژوند شرېکانو روغتیا ته یې هم ډېره گټه رسېږي او کومې پېغلې چې معمولا د ١٥ او ٢٥ کلونو په عمر کی واده کېږي، که مېړه ېې سنت شوی وي، نو په ۱۰۰ شل فیصده یې داېډز د ناروغۍ له خطر نه خوندي پاتې کېږي."

په جنوبي افرېقا کې چې تراوسه پورې څومره کسان سنت شوي دي، کم ترکمه یو یې د اېډز په ناروغۍ باندې د اخته کېدو نه بچ شوی او د ١٣٨٦ هجري شمسي کال نه تراوسه پورې په دغه ملک کې یو عشارېه پنځه میلیونو کسانو ځانونه سنت کړي دي او برابر څلور سوه زرو سنت شوو کسانو ته د دغه وژوونکي ویروس د خپرېدو مخنیوی شوی دی.

XS
SM
MD
LG