د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا تورپوستانو څنگه مدني ازادي ترلاسه کړه؟


مارتین لوتر کینگ، د امریکا د مدني حقونو د غورڅنگ مشر
مارتین لوتر کینگ، د امریکا د مدني حقونو د غورڅنگ مشر

د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ بری او د نژادۍ برابرۍ لپاره مبارزه د هغو میلیونونو افریقايي الاصله امریکایانو لپاره یو ثبوت دی چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې یې د نژادي توپیر پر خلاف مبارزه کوله.

د مارټین لوترکنګ د عدم تشدد غورځنګ د هندوستان د مشر مهاتما ګاندي له لارښوونو نه الهام اخیستی وو. د هغه د مبارزې مرکزي ټکی د متحده ایالاتو په سویل کې د تعصب موجودیت وو.

ښاغلي کنګ ویل"مسیسپي داسې یو ایالت دی چې له نژاد پالنې نه د خلاصون لپاره يې په دوامداره توګه له هر اقدام سره مقاومت کړی دی."

د کنګ په مشرۍ په میلیونو تور پوستان د سوله اییز اعتراض او همدا راز د عدم اطاعت د مدني اقداماتو او اقتصادي مقاطعې لپاره لارو او کوڅو ته راووتل.

د متحده ایالاتو د الاباما ایالت د برمنګهم په څیر په سیمو کې د عدم تشدد غورځنګ و ازمایل شو. د دې ښار اوسنی ښاروال ویلیم بل وايي.

"په هغه وخت کې خلک وژل کیدل، په کورونو او کلیساګانو ګولۍ ورول کیدلې."

په ۱۹۶۵م کال کې د الاباما د ایالت د سلما په سیمه کې د رایو دحقونو لپاره یو لاریون وشو چې په تاریخ کې د خونړۍ یکشنبې په نامه یادیږي. د کانګرس غړی جان لیوس ددې لاریون مشر وو.

د الباما ایالت، سلما سیمه کې په کال ١٩٦٥ کې خونړۍ یکشنبې
د الباما ایالت، سلما سیمه کې په کال ١٩٦٥ کې خونړۍ یکشنبې

ښاغلی لویس وایي" هغوي راغلل، مونږ يې په کوتکو ووهلو، د اسونو تر پښو لاندې یې کړو او اوښکې بهوونکي ګاز یې وکاراوه. زه یې په یوه کوتک پر سر ووهلم."

اندرو ینګ د کنګ د نږدې ملګرو نه و چې ددغو کړنو په وړاندې يې د آرام پاتې کیدلو غوښتنه وکړه "که مونږ د امریکا په ښارونو کې چریکي جګړه پیل کړې وای او ترهګرۍ ته تسلیم شوي وای، نو مونږ به ګټه نه وای کړې خو امریکا هم پاتې کیدلی نشوه."

د ۱۹۶۳ میلادي کال په اګست میاشت کې په زرګونو افریقايي الاصله امریکایانو او سپین پوستو په واشتګټن کې سوله ائیز لاریون وکړ چې پکې ځوک ونه نیول شول. خو د دې لاریون نه څو ورځې وروسته په برمنگهم کې یوه پیښه رامنځ ته شوه.

په یوې کلیسا کې د یکشبنې د ښوونځي په وخت بمي چاودنه وشوه چې په پایله کې یې څلور نجونې ووژل شوې او ٢٣ تنه نور ټپیان شول. دا پیښه د ډاکتر کنګ او د هغه د مدني حقونو غورڅنگ لپاره یو کلک گوزار و.

ډیرو تورپوستانو غوښتل چې د دې پیښې غچ واخلي. په هغوی کې د کانګرس غړی بابي رش و چې په هغه وخت کې د تورو پړانګانو د یوې تندلارې ډلې غړی و.

په واشنگتن ډي سي کې په کال ٢٠١١ کې د مارتین لوتر کینگ په یاد مجسمه جوړه شوه
په واشنگتن ډي سي کې په کال ٢٠١١ کې د مارتین لوتر کینگ په یاد مجسمه جوړه شوه

ښاغلی رش واي "ما فکر کاوه چې ډاکټر کنګ غیر فعال دی او زه د عدم تشدد په قوت نپوهیدم. نو ما د هغه فلسفه نه منله."

ځینې مشران د عدم تشدد د مدني حقونو غورځنګ ته د امریکا د دوهمې کورنې جګړې په توګه ګوري. د نورو نژادونو د خلکو د انکشاف د ملي ټولنې مشر بین جیلس وايي چې د عدم تشدد مبازرې د امریکایانو زړونه او ذهنونه خپل کړل.

تاریخ پوهان وايي چې سره له دې چې د عدم تشدد غورځنګ له ځینو لوړو او ژورو سره مخ شو، خو د ټولو امریکایانو لپاره یې د مساوي حقونو او آزادۍ په لور دوامداره پایلې رامنځته کړې.

XS
SM
MD
LG