د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې ٣٠ ملکي افغانان ۲ امریکاي پوځيان وژل شوي


د سیمې اوسیدونکي وایي کندز کې د تیرې شپې جګړې په څو اونیو کې ترټولو سختې وې
د سیمې اوسیدونکي وایي کندز کې د تیرې شپې جګړې په څو اونیو کې ترټولو سختې وې

د کندز والي اسدالله امرخیل ویلي چې "متاسفانه ٣٠ تنه ملکي وگړي په جگړه کې وژل شوي دي چې دا یوه غمجنه پیښه ده."

د کندوز د والي ویاند محمود دانش وايي چې د کندز په عملیاتو کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي چې زیات شمیر یې ماشومان دي. ښاغلی دانش وایي په دې عملیاتو کې ۲۶ تنه طالبان هم وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د افغان ځانګړو ځواکونو ۴ سرتیري هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې دوی د کندز په عملیاتو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او ژغورنې لپاره هوایي حملې کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ هم وایي چې دوه امریکایي پوځیان د پنجشنبې په ورځ په کندز کې هغه مهال ووژل شول چې د افغان ځواکونو ته یې د طالبانو پر ضد جگړه کې مشوره ورکوله.

د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "امریکایي پوځیان په کندز کې د طالبانو په وړاندې په جگړه کې افغان ځواکونو ته مشوره او لارښوونه کوله چې طالبانو پرې حمله وکړه".

د امریکا پوځ نور جزیات نه دي څرگند کړي خو افغان چارواکي وایي چې د کندز ښار په پنځه کیلومیترۍ کې تیره شپه سخته جگړه شوې ده.

بلخوا د کندز یو شمیر اوسیدونکو هم امریکا غږ ته ویلي، چې تیره شپه د کندز د ښار په بوزې کندهاري، الچین، او حضرت سلطان کې د قاطع ملاتړ او افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځپه جګړو کې د ماشومانو په گډون نږدې دیرش تنه وژل شوي دي او دیرش نور ټپیان شويدي.

د کندز د حوزوي روغتون رئیس محمد نعیم منګل وايي چې د بیګانیو عملیاتو له امله دوي ته ۳۰ ټپيان روغتون ته راوړل شوي چې ۴ یې جسدونه دي، هغه زیاتوي چې د ټپيانو شل تنه بستر شوي چې ۱۰ تنه یې ماشومان دي.

خو له دغو تپیانو پرته د بوزې کندهاري له کلي څخه عامو خلکو ۲۶ هغه جسدونه راوړل شوي چې بیګا شپه په بمبار کې وژل شوي دي.

په کندز کې د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندانۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د قاطع ملاتړ او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د سیمې مشهور طالب قوماندانان له ۱۷ تنو وسله والو سره وژل شوي دي.

دغه اعلامیه کې دا هم راغلي چې په هوايي بمبار کې ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو دقیق ارقام نه لري.

په کابل کې د قاطع ملاتړ د قواو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په کندز کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه امریکایي پوځیان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

خو نړیوالو ځواکونو په دغه اعلامیه کې ملکي وګړو ته د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د بلې خوا طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره شپه د کندز مرکز اړوند بزکندهاري سیمه کې امریکايي ځواکونو غوښتل چې هلته په هغو۳دریو تنوطالبانو د نیولو لپاره عملیات ترسه کړي دي.

طالبانو ویلي چې په دغه سیمه کې د دغې ډلې د وسله والو او افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ په شوې جګړه کې درې طالبان وژل شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې په دغه جګړه کې یې تر ۱۵ امریکایي سرتیري هم وژلي دي. طالبانو دا هم ویلي چې په متقابلو ډزو کې د دوی ۳ تنه مجاهدین هم وژل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په دغو جګړو کې ۵۰ کورونو ته هم زیان رسیدلی دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG