د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه


نښته نن ماپښین یوه بجه پيل شوې او د دواړو لورو ترمنځ جګړې ۲ ساعته دوام کړی.
نښته نن ماپښین یوه بجه پيل شوې او د دواړو لورو ترمنځ جګړې ۲ ساعته دوام کړی.

د سپين بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرحدي عسکر وژل شوی او ۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

نښته نن ماپښین یوه بجه پيل شوې او د دواړو لورو ترمنځ جګړې ۲ ساعته دوام کړی .

پېښه دقیقآ د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ کرښه رامنځ ته شوې ده.

د کندهار پولیس مقامات وايي چې لمړی افغان ځواکونو پر هغو وسله والو طالبانو برید وکړ چې د دغو مقاماتو د ادعا له مخې پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشه وو په مرسته افغانستان لور ته دتګ هڅه کوله.

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي امریکاغږ اشنا را دیو ته وويل چې د سرو څاهانو په سیمه کې وسله والو طالبانو پر موټر سائکلو باندې تګ کوه او غوښتل يې چې د افغانستان خوا ته دا خل شي چې سرحدي پوليسو ورباندې برید وکړ .

ښاغلي غورځنګ وویل "وسله وال زموږ د سرحدي پوليسو تر کشفي څار لاندې وو کله چې د پاکستاني ملېشه وو په مرسته هغوی را اوښتل سرحدي پوليسو ورباندې حمله وکړه او هغوی بیرته د کرښې پاکستاني خوا ته واوښتل چې پدې وخت کې پاکستاني ملېشه وو د وسله والو طالبانو په ملاتړ مداخله وکړه زموږ پر پوستو يې د درنو وسلو بریدونه وکړه موږ یو شهید لرو او ۲ زخمیان او له پاکستاني لوري معلومات نلرو."

پاکستان تراوسه د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې د تازه نښتو په باب د کندهار د پولیسو د ادعا په اړه تراوسه څه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې هم د کندهار په معروف ، ریګستان او ښورابک ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې.

تیره میاشت په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه وو د راکټي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی وو .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG