د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ شاوخوا ۱۹۵ مشران او مرکچیان په فرانسې کې راټول شوې چې د اقلیم د بدلون ستونزو سره د مبارزې لپاره يوې موافقې ته ورسیږي.

ساینسپوهان وايي له تېرې شاوخوا يوې پېړۍ راهیسې ځمکه په بېساري ډول ګرمه شوې او لا هم مخ پر ګرمېدو ده.

د سایسنپوهانو په باور که تودخه کابو نشي او د شین کوریزه ګازونو کچه کمه نشي، ښايي راروانه پېړۍ په ځمکې کې د انسانi ژوند تر بل هر وخت سخت او له کړاوونو څخه ډک وي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي د اقلیم بدلون په نړۍ کې، د جنګونو، نا امنیو، بې وزلۍ او کډوالۍ څخه هم ورپورته ستونزه ده چې نړیوال یې باید غم وخوري.

په پاریس کې د نړۍ شاوخوا ۱۹۵ مشران او مرکچیان د اقلیم د بدلون ستونزو ته د حل لارو پر موندلو غږیږي.

په پاریس کې د نړۍ شاوخوا ۱۹۵ مشران او مرکچیان د اقلیم د بدلون ستونزو ته د حل لارو پر موندلو غږیږي.

"په اوږد مهال کې د ځمکې د کري شاوخوا موجودې هوا په اوسط یا منځنۍ درجې کې زیاتوالي ته د اقلیم بدلون ویل کیږي." ساینسپوهانو چې له یوې پېړۍ راهیسې د ځمکې د هوا د اوسط اندازه اخیستې، معلومه شوې چې پورته ختلې ده.

شین کوریزه او ګلخانه يي ګازونه

د ځمکې له پېداېښت او جوړېدو راهیسې د هوا د ګرمېدو بهیر په طبيعي ډول روان دی؛ خو کله چې پر ځمکې باندې شین کوریزه ګازونه ( کاربن ډی اکسایډ) زیات تولید شي، فضا ته وخیژي او د هوا په ترکیب کې وراضافه شي، اقلیم بدل او هوا ګرمه شي، همدغو ګازونو ته شین کوریزه کازونه ویل کیږي.

په ساده ټکو کې، په کلیوالو سیمو کې ګروندګر په ژمي کې د خپلو ګروندو او بوټو د ساتلو لپاره ګلخانې جوړوي، چې په یو ډول پلاستیکې خونو کې بوټي او ګلان ساتي، د دغه کار هدف دا وي چې د لمر وړانګې وساتي او بېرته يې پرېنږدي چې بره وخیژي، کله هم چې د لمر وړانګې په ګلخانو کې پر بوټو او ګروندو ولګېږي، پلاستیکي او نور خنډونه يې د بېرته وتلو مخه نیسي، چې حرارت زیات او بوټي وساتل شي.

ښاغلی مدقق وايي له ځمکې سره د لمر د وړانګو د کوزېدو او بېرته تللو کیسه هم همداسې ده.

معمولا د لمر وړانګې پر ځمکه لګیږې؛ خو، بېرته چې له ځمکې پورته فضا ته انعکاس کوي، په فضا کې د شین کوریزه ګازونه له کبله جوړ شوی خنډ یا پوخ يې مخه نیسي او لار نه ورکوي چې بره وخیژي، بلاخره د لمر دغه وړانګې بېرته ځمکې ته راګوزیږي او د ځمکې هوا تر ټاکلې اندازې زیاته ګرموي.

ساینسپوهان وايي د هواد د تودېدو له کبله طبعي یخچالونه اوبه کیږي.

ساینسپوهان وايي د هواد د تودېدو له کبله طبعي یخچالونه اوبه کیږي.

انسانان څنګه اقلیم بدلوي

دا مهال نړۍ ډېره پرمختللې او صنعت هم وده کړې ده؛ ډېر صنعتي او پرمختللي هېوادونه لويې تولیدې کارخانې او فابریکې لري.

د دغو فابریکو د چلولو او تولید لپاره دوی اړ دي چې تیل، د ډبرو سکاره، لرګي او داسې نور مواد وکاروي؛ چې په نتیجه کې يې ډېر لوږي توليدیږي، چاپېریال ککړيږي او د اقلیم بدلېدو ته زمینه برابریږي.

د انسانانو د نفوس زیاتوالی هم د اقلیم د بدلون یو بل علت بلل کیږي.

تر ډېره د نړۍ پرمختللي او صنعتي هېوادونو په دغې برخې کې پړه بلل کیږي، په تېره بیا هغه هېوادونه چې ډېرې کارخانې او ډېر تولیدات لري.

په پاریس کې هم په همدې باندې خبرې کیږي چې دغه هېوادونه چې، چین، هند، امریکا او کاناډا یې په سر کې دي، باید سمدستې لاس په کار شي.

د اقلیم د بدلېدو اغیزې

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي " طبعي اړخ یې دا دی چې لوی یخچالونه او په خاص ډول د شمالي قطب یخچالونه ویلي کیږي، په سمندرونو کې اوبه زیاتیږي او سیلابونه راوځي. بې وخته بارانونه، ږلې او واورې کیږي، طوفانونه الوزي، سونامي کیږي، بادونه لګي، ځنګلونه اور اخلي او غرونه اور شيندي، چې ځمکې او انسانانو دواړه ته زیان رسوي."

دا ډول اغیزې تر ډېره هغه سیمې ځپي چې سمندرونو ته نژدې او یا تر سمندرونو یې ارتفاع ټېټه وي. دا ډول افتونه د زګونو انسانانو او ژویو د وژلو او مړینې لامل بلل کیږي.

دغه اغیزې د صنعتي هېوادونو په پرتله بې وزلې او وروسته پاتې هېوادونه ډېر ځپي.

د اقلیم د بدلون یوه بده اغیزه دا ده چې ځنګلونه اور اخلي.

د اقلیم د بدلون یوه بده اغیزه دا ده چې ځنګلونه اور اخلي.

د نړۍ تودوخې درجه

په پاریس کې د نړۍ نژدې دوه سوه مشران او مرکچیان هڅه کوي چې یوې داسې پرېکړې ته ورسیږي چې په اوږد مهال کې د تودوخې درجه دوه سانتي ګرایډو ته ښکته کړي، ساینسپوهان وايي که تودوخه تر دوو درجو پورته شي، د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره ډېرې ستونزې جوړې او بېلابېلې وژونکې ناروغۍ به وزېږوي.

دا مهال د ځمکې تودوخه شاوخوا صفر اعشاره ۸۵ سانتي ګراده ښودل کیږي.

په پاریس کې راټول شوي مشران هڅه کوي چې لر تر لږه په یوې پېړۍ کې په دې کار وکړي چې تودوخه تر دوو سانتي ګراډو لوړه نشي.

ښاغلی مدقق وايي که ستر او صنعتي هېوادونه، د تیلو، لرګیو، سکرو د ډبرو او نورو زیان اړوونکو موادو پر ځای د لمر د انرژۍ باد او نورو سالمو لارو استفاده وکړي، خپل هدف ته رسېدلی شي او د دغو کارونو وړتیا او ظرفیت هم لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG