د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم د بدلون موافقه ومنل شوه

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د دغې موافقې هدف دا دی چې د ځمکې تودوخه تر دوو درجو ډیره نه شي.

په موافقې کې دا هم راغلي دي چې په غریبو هیوادونو کې به د اقلیم په برخې کې ۱۰۰ میلیارد ډالره پانګه اچول کیږي، په هرو پنځو کلنو کې به د پرمختګونو جاج اخیستل کیږي او هر څومره ژر چې کیدای شي ټول هیوادونه به د کاربن د خپریدو کچه راټیټوي.

د دغه موافقې پر سر د کلنو راهیسې خبرې روانې وي. موافقه د کیتو د موافقې نه راوروسته، چې په ۱۹۹۷ کال کې وشوه، د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخې کې تر نورو ټولو موافقو هراړخیزه ده.

د شنبې په شپې د موافقې د کیدو نه څو ساعته مخکې، د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون د کنفرانس ګډونوالو ته وویل "وخت یې راریسدلی دی چې دا ومنو چې ملي ګټې هغه وخت خوندي کیدای شي چې موږ د نړیوالو ګټو او یووالي لپاره کار وکړو."

یوه موضوع چې په موافقې کې ورباندې خبرې ندي شوي هغه دا ده چې د اقلیم سره د مبارزې د بدلون په برخې کې بډایه او مخ پر ودې هیوادونه به څنګه مسولیتونه سره وویشي.

عکس العملونه:

د سپینې ماڼۍ نه په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې ولسمشر براک اوباما ویلي دي چې دغه موافقه "تر ټولو نه ښه فرصت برابروي چې موږ د مځکې کره خوندي کړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې لیکلي " دا موافقه په حقیقت کې یوه نړیواله هڅه وه او دا ښيي چې په دې اړه موږ ټول یوځای یو."

خو د امریکا په سنا کې د چاپیریال او عامه کار د جرګه ګۍ رئيس سناتور جیمز انهوف ویلي چې " سنا به دغه موافقه تصویب نه کړي او امریکا به په قانوني لحاظ مجبوره نه وي چې دغه موافقه عملي کړي."

بل پلو ته، د چاپیریال ساتنې او مدنې ټولنو یو شمیر فعالینو ویلي دي چې د اقلیم د بدلون په اړه شوې موافقې تاریخي ده، خو دومره هم نه. ځینو نور بیا د موافقې اهمیت او هراړخیزتوب ته توجه ورکوي.

په پاریس کې پرون د چاپیریال ساتنې په زرګونو فعالین لارو کوڅو ته راوتلي وو. دغو فعالینو ویل چې موافقه د بډایو هیوادونو په ګټه ده او د هغو هیوادونو سره حساب او کتاب نه کوي چې د اقلیم د بدلون مسولیت یې په غاړه دی.

XS
SM
MD
LG