د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس موافقې امریکائیان په گوندي نظریو ویشلي دي


روانه اونۍ کې به په کانگرس کې د اقلیمي بدلون په اړه تاوده بحثونه وشي.
روانه اونۍ کې به په کانگرس کې د اقلیمي بدلون په اړه تاوده بحثونه وشي.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د ٢٠١٦ میلادي کال په ټاکنو کې به یقناً یو مهم بحث په چاپیریال کې د کاربن د کمولو موافقې ته د امریکا ژمنتیا او په مالي تمویلي چارو کې یې ونډه اخیستل وي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي دا موافقه په دې مانا ده چې زمونږه مځکه به د کاربن د ککړتیا لږو گواښونو سره مخ وي او د ټیټ کاربن په برخې کې د پانکونې له امله به د کار موندنې فرصتونه ډیر شي.

جمهور رئیس اوباما چې په پاریس کې شوي تړون ته ډیر خوشاله دی غواړي چې د امریکا عوامو ته هم په دې اړوند قناعت ورکړي.

ولسمشر زیاتوي "څه شئ چې اوسمهال ډیر مهم دی هغه د دې مځکې په اړه اطمینان دی چې د نوي نسل لپاره په ښه وضعیت کې پاتې شي. او دا خبره ماته اهمیت لري"

نیوکې

د کانگرس دموکراتو غړو په ټویټر کې د دې موافقې ستاینه کړې ده. خو د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي د مخه لا دې موافقې سره مخالف وو.

جمهوري غوښتونکی سناتور جان باروسو وایي "جمهور رئیس اوباما ژمنه کړې ده چې د امریکائیانو د انرژۍ تولید په بې ساري توگه کم کړي. امریکائیان د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون مالي صندوق ته د خپلو پیسو د ورکولو مخالف دي."

د متحده ایالاتو د سنا مجلس د اکثریت مشر، جمهوري غوښتونکی میچ مکانل په یوې اعلامیې کې یې د پاریس موافقه غیر عملي بللې ده او ویلي دي چې د داخلي انرژي د پلان په اساس د دې موافقې عملي کیدل غیر قانوني کار بریښي او کانگرس د مخه لا د دې موافقې د ردولو لپاره رایه ورکړې ده.

په پاریس کې شوې د اقلیمي بدلون موافقه، رسمي تړون ندی نو له همدې امله د عملي کیدو لپاره یې د امریکا د سنا مجلس تصویب ته هم ضرورت نشته.

هر هغه څوک چې په کال ۲۰۱۷ کې د ولسمشر اوباما ځای ناستی شي کولای شي دې موافقې ته د امریکا ژمنتیا ختمه کړي.

د پاریس موافقې امریکائیان په گوندي نظریو ویشلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

جمهوري غوښتونکي کاندیدان وایي د جمهور رئیس اوباما د اقلیمي اجندا پرته چې کارونه له منځه وړي، مځکه له نورو لارو هم خوندي کیدلی شي.

خو د اوباما حکومت په خپلې خبرې ولاړ دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یکشنبې په ماښام د اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې د کانگرس جمهو‏ري غوښتونکو غړو او کاندیدانو په غبرگون کې داسې څرگندونې وکړې:

"د کانگرس ډیر غړي د تاریخ په ناسمې خوا کې ولاړ دي. زه باور نلرم چې داسي یو څوک به د متحده ایالاتو ولسمشر ټاکل کیږي، چې د اقلیم په بدلون نه پوهیږي، او دې ډول پلان مخالفت کوي."

په دموکراتو کاندیدانو کې هیلري کلنتن د پاریس د اقلیم د بدلون موافقه یو تاریخي گام بللی، دموکرات کاندید برني ساندرس بیا وایي چې دغه موافقه هم لا کفایت نه کوي، یعنی تر دې هم باید ډیر څه شوي وای.

"له دې نه به بل هیڅ شئ مهم نه وي چې مونږ خپلو اولادونو او لمسیانو ته یوه ښه مځکه پرېږدو، یوه داسې مځکه چې د ژوند وړ وي."

تمه کیږي چې په دې روانه اونۍ کې به په دې موافقې باندې په کانگرس کې تاوده بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG