د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې تودوخې سره د گډې مبارزې موافقه


په پورو کې د تودوخې سره د مبارزې د کنفرانس پایلې مثبتې وبلل شوې.
په پورو کې د تودوخې سره د مبارزې د کنفرانس پایلې مثبتې وبلل شوې.

په دې توگه په پاریس کې د راتلونکی کال نړیوال کنفرانس ته لاره هواره شوه.

د پورو د چاپیریال د چارو وزیر، منویل پولگر، د غونډې پایله لویه لاسته راوړنه وبلله. هغه وویل،

«اجازه راکړئ تاسو ته ووایم چې د متنونو په برخه کې ښايي هر څه بشپړ و نه اوسي خو د هرې ډلې ډریځ ته درناوی شوی دی او هڅه شوې چې هر یو خپلې ونډې ته پام واړوی. دا د هغه څه پر بنا دي چې وړاندیز یې رئیس ته وړاندی شوی دی. ددې متن له مخې مونږ ټول گټونکي یو. پرته له استثنا.»

د نړیوالی تودوخې د چارو فعالان دا موافقه د مخ په لوړیدونکې تودوخې توقف دپاره کافي نه بولي.
د نړیوالی تودوخې د چارو فعالان دا موافقه د مخ په لوړیدونکې تودوخې توقف دپاره کافي نه بولي.

پداسې حال کې چې مظاهره کونکي د کنفرانس د ودانۍ نه بهر را غونډ شوي وو، مخ په ودې هیوادونو لدینه مخکې د موافقې لایحه رد کړې وه ځکه دوی ویل چې دا بډایو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د نړیوالې تودوخې سره د مبارزې او د را منځته کړي اغیز په برخه کې د خپلو مسولیتونو څخه سرغړونه وکړي.

د نړیوالې تودوخې سره د امریکا د مبارزې استازی، تاد سترن، خبرداری ورکړی چې د کاربن د زهرجنو گازونو د معیار په اړه یوې گډې موافقې ته نه رسیدل، ښایي په پاریس کی پدې تړاو د راتلونکی کال مهمه غونډه هم د ناکامۍ خطر سره مخامخ کړې وای.

په پورو کې د گډې موافقې نه وروسته پر حکومتونو غږ وشو چې د نړیوالې تودوخې سره دمبارزې په برخه کې دې خپل پلانونه او طرحې وړاندې کړي. د چاپیریال ساتنې او د نړیوالی تودوخې سره د مبارزې د چارو فعالانو دا موافقه د مخ په لوړیدونکې تودوخې توقف دپاره کافي نه بولي. سمانتا سمیت د وحشي حیواناتو د ساتنې دپاره د تمویل د یوې ټولنې مشرې وویل،

«دا یو خورا ډېر ضعیف متن دی. دخیلو ډلو یوازی هغه لاره پرانسته چې رضاکارانه اطاعت گڼل کیږی. ټول داوطلبانه نظریات دي چې دوي د څه ډول گازونو د تولید د کمولو پریکړه کوي. او اصلی خبره دا ده چې کله چې دا کار سرته ورسوي، نو دا به گرانه وي چې پوه شو مونږ د نړیوالې تودوخې د خطر مخنیوی کولای شو او که نه؟»

خو لدې سره سره مونږ د امریکا او چین څخه غوره اعلان واورید او دجنوبی امریکا د زیات شمیر هیوادونو له خوا د تجدید وړ انرژۍ او د ځنگلونو د ساتنې په اړه هم مثبت اعلانونه وشول.

د تودوخې سره دمبارزې په ترڅ کې ځینې تر نورو د بډایو هیوادونو څخه د زیاتو هڅو تمه لري.
د تودوخې سره دمبارزې په ترڅ کې ځینې تر نورو د بډایو هیوادونو څخه د زیاتو هڅو تمه لري.

د نولسوه اوه نویم کال د کیوتو د کنفرانس سره ددې ځل د کنفرانس لوي توپیر دا دی چې په هغه ځل یوازې د بډایو هیوادونو څخه د زهرجنو گازونو د کمولو غوښتنه کیده خو دا ځل ټول هیوادونه باید پدې نړیوال مسولیت کې د زهرجنو گازونو د کمولو په برخه کې برخه واخلي.

د نړۍ په قوس کې تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې د یوې موسسې فعال جولین میلیندز خپل مخالفت داسې څرگند کړ،

«مونږ ددې خطر سره د مبارزې دپاره زیاتو مالی مرستو ته اړتیا لرو. لوړ همت ته اړتیا لرو باید له متاثر شوېو خلکو سره ودریږو. که عدالت نه وي نو موافقه به هم نه وي».

مظاهره کونکو ناری وهلې چې دخیلې خواوی دې خپل توپیر یوې خوا ته پریږدي او یو ځای دې یوې گټورې موافقې ته د رسیدو دپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG