د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیمي بدلون موافقه او بی وزله هیوادونه


ګڼ شمیر مخ پر ودې هیوادونه وایي پدې موافقه کې د بډایو هیوادونو څرګنده مسولیت ندی معلوم.
ګڼ شمیر مخ پر ودې هیوادونه وایي پدې موافقه کې د بډایو هیوادونو څرګنده مسولیت ندی معلوم.

په پاریس کې د ۱۹۰ ډیرو هیوادونو د استازو لخوا په نړیواله کچه د تودوخې د درجې د کمولو تاریخي موافقه وشوه.

کله چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د موافقې تایدي اعلان کړه، د غوڼډې په ځای کې د چکچکو او خوښیو نارې شوې، ځنو ګډونالو حتی د خوښۍ اوښکې توئیدې او ځنی یوبل ته غاړې وتل.

د متحده ایالاتو جمهور رېیس بارک أوباما وویل، که چیرته د پاریس په کنفرانس کې حتی لمړني هدفونه هم ترلاسه شوي اوسي، موږ به بیاهم یوازی د هغه کار برخه اوسو چې په هوا کې د کاربن د کمیدو هڅه پکې کیږي. ښاغلي أوباما وویل: نو موږ یوازی په نننۍ موافقې راضي کیدی نشو، ځکه ستونزې په نننۍ موافقې ندي حل شوي.

ددی موافقې له مخې هیوادونه مکلف دي چې د ګلخانه یي ګازونو تولید محدود کړي. دا ګازونه د سکرو، تیلو او نورو طبعي سوند موادو تولیدیږي. د اقلیم د بدلون په چارو کې د چین استازي شي ژینوا کنفرانس ته وویل دا موافقه ډیره فوق العاده نده او داسی کارونه لاهم شته چې باید ترسره شي. ښاغلي ژینوا وایي په هرصورت کې دا موافقه ددی سبب هم نه کیږي چې موږ دی د مخ په وړاندې تاریخي ګاومونو اخستو منع کړي.

دا موافقه په داسی حالت کې وشوه چې، هند، چین، سعودي عربستان او مالیزیا ورسره سخت مخالفت کړې و. دوئ داسی استدلال درلود چې صنعتي هیوادونه باید پکې زیات مسولیت واخلي.

ددی هیوادونو اقتصاد په طبعي سوند موادو لکه ( سکاره، تیل او ګازو) ولاړ دی او لدې موادو پرځای د پاکې انرژۍ نه استفاده کول به ورته د پوره سر دردۍ کمه نه وي.

خو دا ډول نړیواله موافقه د أفغانستان په څیر جنګ ځپلي او بی وزله هیواد ته څه معنی لري؟ د أفغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې رېیس مصطفی ظاهر یي پر خپل هیوادو د مثبتو اغیزو په هیله دی او وایي په اوږده موده کې، یعنې راتلونکو ۵، ۱۰، ۱۵ او ۲۵ کلونو ته ګوري او افغانستان د نړۍ د یو ډیر لږ پرمختللي هیواد په توگه، ددې جهان په سمسورتیا کې خپلله ونډه اخلي.

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د دی موافقې هدف ی چې د ځمکې تودوخه تر دوو درجو ډیره نه شي، او په غریبو هیوادونو کې به د چاپیریال ساتنې په برخه کې سلگونه میلیارد ډالر کومک کیږي.، او هر څومره ژر چې کیدای شي ټول هیوادونه به د کاربن د خپریدو کچه راټیټوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG