د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خپلواکئ په مناسبت د هلري کلینټن بیان


د اسد په ۱۹مه، غواړم د ولسمشر اوباما او د امریکې د خلکو په استازیتوب د افغانستان خلکو ته د هغوی د خپلواکی د ۹۱ مې کلیزې په ویاړ خپلې نیکې هیلې او مبارکی وړاندې کړم.

دا ستاسو د خپلواکی د لمنانځنې یوه داسې شیبه ده چې ستاسو ملت نهه لسیزې وړاندې لاسته راوړې – دا ستاسو په اوږد او بډایه تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه شیبه ده. همدا راز دا یوه موقع ده چې تاسو راتلونکې ته وګوری هغه راتلونکې چې د ټول افغانستان خلک یې د ډیرو نورو هیوادونو په مرسته چې ټول د یو با امنه، با ثباته او هوسا افغانستان ګډه لید لورې لري د لاسته راوړلو لپاره ډیر زیار باسي.

تیره میاشت ما د افغانستان څخه د لیدنې ویاړ تر لاسه کړ – دا زما په عمر کې افغانستان ته پنځم او د امریکې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دوم سفر وه. او هر ځل چی زه بیا راځم نو د افغانستان د خلکو مینه او د ستونځو په وړاندې د هغوی مقاومت مې په زړه کیږي. زه د هغه پرمختګ شاهده یم چې تاسو کړي او مونږ یې د ملاتړ ویاړ درلود – سړک په سړک او ټولنه په ټولنه مو سوله ترویج کړې او د اوږد محاله پرمختګ تخم مو کرلی.

د امریکې د متحده ایالاتو خلک ستاسو په راتلونکې کې ونډه لري. مونږ د دې ویاړ لرو چې تاسو سره یو ځای ستاسو تیر شوی وخت لمانځو. خو تر ټولو ارزښتناکه دا ده چې په داسې حال کې چې مونږ تاسو ته د خپلواکی د ورځې په ویاړ خپلې نیکې هیلې وړاندې کوو، په راتلونکو ډیرو کلونو کې په خپل غښتلې ملاتړ، همکاری او ملګرتیا ټینګار کوو.

XS
SM
MD
LG