د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن کلنټن پولینډ ته ورسیده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن او د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلا سیکوریسکي د پولینډ د کراکو په ښار کې د توغندیو د دفاع د متقابل تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې برخه واخیسته.

روسیه ددې تړون مخالفه ده او وایي هغه د روسیې ستراتیژیکې دفاع ته تاوان رسوي مګر هیلري کلنټن وایي چې دا تړون بشپړ دفاعي دی او روسیې ته متوجه ندی.

میرمن هیلري کلنټن د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر سره نن وکتل او ټاکل شوې وروسته به هغه د دیموکراسۍ د پرمختګ په باب په یوه نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي.

هغه همدارنګه په نظر کې لري چې په هغو مراسمو کې به برخه واخلي چې د پولینډ مشرانو ته د احترام څرګندولو لپاره جوړیږي چې پکې به د پولینډ فقید جمهور رییس لیخ کچنکسي چې د اپریل په میاشت کې په روسیه کې د الوتکې د رالویدو په پیښې کې مړ شو، هم شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره د ختیځې اروپا او د قفقاز د سیمې د ملکونو په سفر روانه شویده او پولینډ یې دوهم تم ځای دی. ګ

هغه د یوکراین نه پولینډ ته ورسیده او بله اونۍ به آزربایجان، ارمنستان او ګرجستان ته هم ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG