د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن ختیځې اروپا ته د ډاډگیرنې لپاره ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د پنجشنبې په ورځ د ختیځې اروپا پنځو هیوادو او قفقاز ته سفر کوي او په سیمه کې د امریکا متحدینو ته دا ډاډ ورکوي چې د روسیې سره د اړیکو ښه کیدل له دوی سره پر اړیکو بد اثر نلري.

د میرمن کلنټن لمړنی تم ځای به د یوکراین پایتخت کیف وي او د دغه هیواد د جمهوررئیس ویکتور یانو کوکویچ سره وگوري. د یوکراین مشر د کال په پیل کې د ټاکل کیدلو وروسته د روسیې په پلوي پالیسۍ چلولي دي، خوامریکا او روسیه داسې پروسه تعقیب کړېده چې خپلې ډپلوماتیکې اړیکې له سره جوړې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به د شنبې په ورځ پولند ته ځي او هلته به د خپل سیال رادوسلاو سرکوسرسکي سره کتنه وکړي.

وروسته به میرمن کلنټن اذرباییجان او ارمنستان ته ولاړه شي، کوم چې د نوگورنو قره باغ د جلا شوې سیمې په سر په لانجه اوښتي دي. هیله کیږي چې میرمن کلټن به د دواړو هیوادو مشران دې ته وهڅوي چې د ارمنیا د دې نژادي برخې په هکله چې غواړي د اذرباییجان نه جلا شي، د سولې یوې موافقې ته لاره ولټوي.

د بهرنیو چارو وزیره د پنځو هیوادونوسفر د پنجشنبې په ورځ د گرجستان نه په کتنې سره پای ته رسوي.

XS
SM
MD
LG