د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اقتصادي بحران نه د یونان د ایستلو ملاتړ اعلان کړ


میرمن کلینټن (ښي) د یونان د صدراعظم جورج پاپاندریو (چپ) سره نن په اتن کې خبرې وکړې.
میرمن کلینټن (ښي) د یونان د صدراعظم جورج پاپاندریو (چپ) سره نن په اتن کې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن په دوه ورځنی سفر یونان ته رسیدلې ده.

میرمن کلینټن د یونان د صدراعظم جورج پاپاندریو او د ملک له نورو مشرانو سره د یونان د اقتصادي بحران په اړه خبرې وکړې.

یو عالی رتبه مامور چې د هیلري کلینټن سره په دې سفر کې ملګری دی، وایي، د بهرنیو چارو وزیره به په اتن کې په خپلو غونډو کې، د ښاغلي پاپاندریو د سپما د پروګرام ملاتړ وکړي.

د یونان د سپما ددې پرګرام مقصد دادی چې د اروپا او نړیوالې ټولنې نه نور پورونه تر لاسه کړي.

هیلري کلینټن په داسې حال کې د یونان د مامورینو سره ګوري چې په برسلز کې د یونان په اړه د اروپايي اتحاد عاجلې غونډې ته تیاری روان دی.

په دې غونډې کې چې په دې پجشنبی کیږي، ١٧ اروپایی هیوادونه برخه اخلي او په دویم ځل به هڅه وکړي چې داسی یوه معامله وشي چې دغه ملک د اقتصادی بحران نه وایستل شي.

هیلري کلینټن ، په ترکیه کی د خپل څلور ورځني سفر د ختمولو نه مخکې، د انقرې او اتن تر منځ، د یونان په سر د اوږده جنجال د حل دپاره د ترکیې د غوښتنې په ځواب کې خپل ملاتړ اعلان کړی و.

ترکیه د یوناني قبرص حکومت، په رسمیت نه پیژني او په تیرو ٣٦ کلونو کې یې د مدیترانې ددغه ویشل شوي ټاپو په جنجال کې د ترکیې قبرص خوا نیولې ده.

د ترکي او یوناني قبرص تر منځ د روغې جوړې خبرې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوي خو تر اوسه پورې دا مسله نده حل شوې.

ټاکل شویده چې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن سبا دوشنبی هند ته ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG