د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن ډیر چانس لري چې ټرمپ ته ماتې ورکړي


هیلري کلنټن د سنا د مجلس پخوانۍ غړې او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ده خو ډانلډ ټرمپ بیا د جائیدادونو غټ کاروباري او سوداګری دی.
هیلري کلنټن د سنا د مجلس پخوانۍ غړې او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ده خو ډانلډ ټرمپ بیا د جائیدادونو غټ کاروباري او سوداګری دی.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست عمومي انتخاباتو لا شاوخو درې میاشتې پاتې دي خو ډیر کارپوهان پدې باور دي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن اتیا په سلو کې چانس لري چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ چې پخپل ټول عمر کې یې په کومه دولتي ادارې کې کار ندی کړی، ماتې ورکړي.
دواړه کاندیدان دولس اوونۍ وخت لري چې انتخاباتې مبارزې وکړي او بیا د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې درې مباحثې هم کیږي. کارپوهان وایي چې همدغه انتخاباتې منډې ترړې او مباحثې ښایي چې په کاندیدانو کې د یوه بخت بدل کړي او د جمهور رئیس براک اوباما پر ځای د متحده ایالاتو جمهور رئیس یا جمهور رئیسه شي.

د کارپوهانو په اند تر دې دمه چې په ملي کچه د نظر د معلومولو کومې سرویګانې شویدي، میرمن کلټن په پرله پسې توګه اوه پواینټه د ښاغلي ټرمپ نه مخکې ده. دغه کارپوهان وایي چې په هغو ایالتونو کې هم اوس کلنټن د ټرمپ نه مخکې ده چې د انتخاباتو پر وخت پکې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ سیالي ډیره جدي وي.

د نیویارک ټایمز د " ۵۳۸" ویب پاڼه چې د انتخاباتو په هکله وړاند وینه کوي، ویلي دي چې هیلري کلنټن اتیا په سلو کې زیات چانس لري چې د جمهوري ریاست انتخابات وګټي. د دې ویب سایټ تر څنګ دوه نورو ویب سایټونو او د سیاسي چارو مشهورو کارپوهانو لکه چارلي کوک، لیرې سباتو، د سټوراټ راتنبرګ ټیم او نتان ګونزالیز ټولو ویلي دي چې په انتخاباتو د کلنټن محبوبیت زیات دی.

د متحده ایالاتو د پنځوسو ایالتونو د جملې نه په څلویښتو کې یې خلکو وار د مخه دا پریکړه کړې وي چې یا به د یموکرات او یا به د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ته رایه ورکوي خو پاتې لس ایالتونه بیا داسې دي چې هیڅ یو ګوند ته هم په سیاسي لحاظ ډیر تمایل نلري. پدې ایالتونو کې خلک کاندید او د وخت سیاسي مسایلو ته په کتو کله دیموکراتانو او کله هم جمهوري غوښتونکو ته رایې ورکوي.

د امریکا په سیاست کې دغو ایالتونو ته "سوینګ سټیټس" وایي.

دغه ایالتونه د جمهور رئیس د ټاکنې په هیت یا " ایلیکټورال کالج" کې ۵۳۸ استازي لري چې ۲۷۰ یې د پخوا نه د هیلري کلنټن سره خپل ملاتړ څرګند کړی. هغه په همدې شمیر استازو ته اړتیا لري چې د متحده ایالاتو په تاریخ لومړنۍ اعلی قوماندانه او جمهور رئیسه شي.

XS
SM
MD
LG