د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: په کار ده چې افراطیت شند شي ترڅو د مینځني ختیځ پرمختګ ته تاوان پېښ نکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وايي چې نړۍ ته پکارده په گډه افراطیت شنډ کړي چې غواړي د شمالی افریقا او منځني ختیځ په هیوادونو کې د ډیموکراسۍ پرمختگ ته تاوان وروسوي.

میرمن کلنټن په نیویارک کې د کلنټن د نړیوال پروگرام په کلنۍ غونډه کې چې د هغې د خاوند پخواني ولسمشر بل کلنټن په مشري فعالیت کوی، خبرې وکړې.

میرمن کلنټن وویل چې موږ ټولو ته پکارده چې په گډه ددغو قواوو په مقابل کې مقاومت وکړو او په شمالي افریقا او منځني خیتځ کې ډیموکراتیکو بدلونونو ملاتړ وکړو.

میرمن کلنټن وویل چې د تروریزم په خلاف مبارزه کې د نړۍ د مشرانو ترمنځ اتحاد ډیر مهم دی ځکه چې افراطیان زیار باسي چې موږ سره جلا کړي.
XS
SM
MD
LG