د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن وایي د سربیا د خپلواکۍ د منلو لپاره به هڅې وکړي


هیلري کلنټن وایي د سربیا د خپلواکۍ د منلو لپاره به هڅې وکړي
هیلري کلنټن وایي د سربیا د خپلواکۍ د منلو لپاره به هڅې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن پرون د چارشنبې په ورځ کوسوا ته د خپل سفر پر وخت ژمنه وکړه چې په نړیواله کچه د دغې سیمې په رسمیاتو پیژندلو لپاره به زیاتې هڅې وکړي.

کوسوا چې په 2008 میلادي کال کې یې د خپلواکۍ اعلان وکړ، میرمن کلنټن د امریکا تر ټولو جګپوړه دیپلوماته ده چې هلته یې سفر وکړ.

د کوسوا په پایتخت کې په سلګونه خلک د میرمن کلنټن هر کلي ته ولاړ وو او هغې ته یې د یوې اتلې په شان هر کلی وایه. دا خلک د میرمن کلنټن د خاوند او دامریکا د پخواني جمهور رئیس بل کلنټن د یوې مجسمې څنګ ته راغونډ شوي وو او میرمن کلنټن ته یې د هر کلي مراسم وړاندې کول.

د کوسوا خلک پدې خاطر د امریکا د پخواني جمهور رئیس بل کلنټن د حکومت درناوي کوي ځکه چې په 1999 میلادي کې یې د ناټو د هوایي قواوو د عملیاتو ملاتړ کړی وو او د همدغو عملیاتو پر مټ په سیمې کې د سرب د قواوو ظلم پای ته ورسیده. تر عملیاتو وروسته هلته د البانیانو قوم چې اکثریت هم دي د خپلواکۍ لپاره یې هلې ځلې پیل کړې.

د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن د کوسوا د صدر اعظم هاشم تاچي او نورو چارواکو سره د خبرو پر مهال ژمنه کړه امریکا به د کوسوا سره خپلو سیاسي همکاریو ته ادامه ورکوي، او همدارنګه په نړیواله کچه د دغه هیواد د پیژندلو او د اروپایي ټولنې او ناټو د غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره به هم پوره هڅې کوي.

د اروپایي ټولنې د ځینو غړو په شمول د نړۍ شاوخوا 70 هیوادونو د کوسوا خپلواکي په رسمیاتو پیژندلې ده خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن وویل چې د دغو هیوادونو شمیر پکار ده چې نور هم زیات شي ځکه چې د عدالت او انصاف نړیوالې محکمې هم د کوسوا د خپلواکي ملاتړ کړیدی.

"د انصاف او عدالت د نړیوالې محکمې د پریکړې نه وروسته زمونږ په عقیده دا مهمه چې د هغو هیوادونو شمیر دې زیات شي چې د کوسوا خپلواکي په رسمیاتو پیژني. او بله دا چې زما په فکر نړۍ هم د کوسوا د حکومت د دریز ستاینه کوي."

د کوسوا نه وړاندې میرمن کلنټن سربیا ته تللې وه او د هغه ملک دا ژمنه یې وستایله چې وایي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غوښتنه به ومني او د کوسوا سره به خبرې پیل کړي.

کوسوا د سربیا پخوانی ایالت ؤ چې په 2008 میلادي کې یې د خپلواکۍ اعلان وکړ او اوس یو خپلواکه هیواد دی. خو د سربیا جمهور رئیس بوریس تادیچ د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړه چې د حکومت به یې کوسوا د یوه خپلواک هیواد په صفت ونه پیژني.

په عین حال کې د کوسوا صدر اعظم هاشم تاچي چې د میرمن کلنټن سره یې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وې ویل چې د انصاف او عدالت د محکمې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پریکړې نه وروسته اوس پکار ده چې د هغه د هیواد د سیاسي مشروعیت بحث نور پای ته ورسیږي. ښاغلي هاشم تاچي چې خبرې یې ژباړل کیدلې زیاته یې کړه چې هیواد یې دیته چمتو دی چې د سربیا سره خبرې وکړي.

"د سربیا او کوسوا تر منځ د اړیکو یوه نوې مرحله پرانیستل شویده. په حقیقت کې د دواړو هیوادونو تر منځ د راتلونکې همکارۍ مرحله پیل شویده. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د سربیا او کوسوا تر منځ د یوې پیړۍ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي. اوس د همکارۍ وخت رارسیدلی دی او باید چې په راتلونکې باندې غور وشي. "

میرمن کلنټن د خپل سفر په دوران کې د کوسوا د حکومت او د سرب د قوم تر منځ چې په کوسوا کې اقلیت دي، سیاسي موازینه برابره وساتله. کلنټن د سربیانا مشهور ښار ګراچنیکا ته ولاړه او هلته یې د ارتدکس یو مذهبي مقبره وکتله چې په څوارلسمې پیړې کې جوړه شویده. د سربیانو یوه قومي مشر میرمن کلنټن ته شکایت وکړ چې د کوسوا حکومت د هغو سربیانو د بیرته راتګ مخه نیسي چې د جګړې پر وخت د هیواد نه نورو سیمو ته مهاجر شوي وو.

په کوسوا کې اکثریت مسلمانان دي خو میرمن کلنټن په ګراچنیکا کې د سرب د قوم استازو ته په وینا کې وویل د کوسوا اوږدمهاله ثبات پدې کې دی چې د مذهب او کلتور ساتنه او درناوی پکې وشي.

" زما په نظر په کوسوا کې په بشپړه توګه نیکمرغي او بریالیتوب هغه وخت راتلی شي کله چې د سرب قوم دلته سوله ایزه راتلونکې ولري او امریکا د دې کار کلک ملاتړ کوي. امریکا همدارنګه د سرب د قومي مشرانو او محلي چارواکو ملاتړ کوي چې د ځان لپاره ښه راتلونکې جوړه کړي. "

میرمن کلنټن وویل چې د پنجشنبې په ورځ به په بروسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې میرمن کاترین آشتن او د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو سره وګوري او د اروپایي ټولنې سره د کوسوا د یو ځای کیدو په مسالې به ټینګار وکړي.

XS
SM
MD
LG