د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن د لیبیا د نویو مشرانو سره د ملاقات لپاره لیبیا ته تللې ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن او د لیبیا د ملي انتقالي شورا رئیس مصطفی عبدالجلیل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن او د لیبیا د ملي انتقالي شورا رئیس مصطفی عبدالجلیل

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره هېلري کلنټن لېبېا ته رسېدلی ده چې د دغه هېواد له نوېو مشرانو سره ملاقات وکړی ، خو دهغی دا سفر مخکی ترمخکی نه واعلان شوی.

په همدی ترڅ کې د لېبېا دلنډمهالی شوری د جنګېالېو له خوانه د معمر قذافې پروپاتی سنګرونو باندی برېدونه روان دی. هېلری کلنټن د سه شنبی په ورځ د لېبېا پاېتخت طرابلس ته ورسېدله.

هېلري کلنټن طرابلس ته له رسېدو سره دملېونونو ډالرو مرستو اعلان وکړ. هغی ووېل چې زېاتی مرستی به په تعلېمی، روغتېايي، دوسلو دراټولو لو او پاکولو او نورو پروګرامونو د چلولو لپاره ولګېږی.

دامرېکا چارواکی وايی چې د شخړی راهېسی تراوسه پورې امرېکا 135 ملېونه ډالره دغه هېوداته ورکړېدی.

هېلري کلنټن په دې سفر کې د لنډمهالی شوری له رئېس مصطفې جلېل او له موقت صدراعظم محمود جبرېل سره ملاقات وکړ. د سږکال د فبروری په مېاشت کې چې د قذافې خلاف پاڅون پېل شوېدی، دامرېکا د حکومت له خوانه، لېبېا ته داترټولو د عالېرتبه چارواکې سفردی.

هېلری کلنټن په دې مناسبت په ګډ خبری کنفرانس کې ووېل دا په دې وېاړي چې د ازادې لېبېا په خاوره کې ولاړه ده او د لېبېا لپاره دېوې نوی اېنده پېل شاهده ده.

په عېن حآل کې، د لېبېا د حکومت په سوونو جنګېالېو د سه شنبی په ورځ د سرت پرښار باندې بېا برېد وکړ. د لېبېا د موقتی شوری جنګېالی وايی چې دوی د معمرقذافې دوفادارانونه تردې مخکی ېوبل ښارګوټی نېولی و.

دانتقالی شوری چارواکی وايی چې دقذافې پلوېان د سرت ښارپه ېوه برخه کې ترفشار لاندی راوستل شوېدی، دموقتی شوری جنګېالی له څو اونېو راهېسی کوشش کوی چې په دغه ښارباندی قبضه وکړی.

دملی انتقالی شوری چارواکی وايی چې کله دوی د قذافی پلرنی ښار سرت ونېسی نو بېا به دوی خپل هېواد ازاد اعلان کړی.

دملی انتقالی شوری چارواکېو پرون د دوشنبی په ورځ وویل،دقذافی ضد جنګیالی یوه ورځ وروسته له هغې دبنی ولید مرکزته ورسیدل چې دپائتخت طرابلس جنوب ختیځ پلو ته په (١٧٠ ) کیلومتری کې په پراته ښارګوټی باندی نوی حمله پیل کړه . دغه ښارګوټې په دښته کې پروت دی او اوس په بشپړه توګه د قذافې د پلوېانو نه خالی دی.

XS
SM
MD
LG