د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مسؤلیت لري، هیلري کلنټن


پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مسؤلیت لري، هیلري کلنټن
پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مسؤلیت لري، هیلري کلنټن

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلري کلنټن د پاکستان د سفر په ترڅ کې ووېل چې دامرېکا او پاکستان اړېکې ېوه ډېر مهم پړاو ته رسېدلي دي.

او پکارده چې پاکستان په اېنده کې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې ډېرمهم ګامونه اوچت کړ ی. خو هغی داونه وېل چې دا پرېکنده ګامونه به څه وي.

دهغې د سفر مقصد د دواړو هېودونو ترمنځ داړېکی بېرته روغول دی. دامرېکا او پاکستان اړېکې د هغه وخت راهېسې ترېنګلې شوېدي چې دامرېکا دخاصو قواو ېوې قطعې د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې دمې د میاشتې په دوېمه نېټه وواژه.

د پاکستان مشران دامرېکا په عملېاتو باندې په غصه شوي وو، په داسی حآل کې چې د امرېکا ېوشمېر چارواکېو د اپوښتنه کوله چې داڅنګه کېدلی شي چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن دې په پاکستان کې پټ وي او دپاکستاني چارواکی دی پرې خبرنه وي.

مېرمن کلنټن په پارېس کې اسلام اباد ته له سفر نه مخکې خبرېالانو ته ووېل چې پاکستان هروخت په قاطع توګه د ترهګرۍ خلاف جګړه کې عمل ندی کړی او داهغه وخت دی چې اسلام اباد د واشنګټن توقعات پوره کاندی. خوهغی دونه وېل چی هغه توقعات کوم دی.

خوله دې تازه تشنج سره سره هم هېلری کلنټن وېلی دی چې امرېکا دېته ضرورت لری چې له پاکستان سره د اوږدی مودی ستراتېژېکی اړېکی وساتی. هغی په خپلو خبرو کې پاکستان په دې وستاېه چې له ترهګرانو سره په خپله جګړه برخه اخلی.

هېلری کلنټن د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستان سره دا ړېکو په برخه کې داسی ووېل :

" موږ له ېوبل سره داسی اړېکی لرو چې د متقابل درناوی او متقابلو ګټو پربنسټ ولاړی دي. په دې توګه هروخت ډېرداسی مساېل شته دي چې دهغوپه باب خبری وشی. داسفر په خاصه توګه ډېر مهم دی، ځکه چې موږ په خپلو اړېکو کې ېوه مهم پړاو ته سره رسېدلی ېو. اسامه بن لادن مړدی خو القاعده اوله هغوسره ملګری ترهګرې ډلی دېوه جدي خطر په توګه موږ دواړو ته لا پاتی دي. "

د جمعی په ورځ هېلری کلنټن ووېل امرېکا په بشپړه توګه داد لېل نلری چې په دې باور ولری چې د پاکستان د حکومت په لوړ پوړه چارواکېو کې څوک په دې خبر و چې بن لادن چېرته دی. د پاکستان مشرانو داخبره کوله چې ېوچا، په کوم ځای کې بن لادن ته ملاتړ برابراوه او پاکستان په دی برخه کې تحقېقات کوی.

خو هېرمن هېلری کلنټن دپاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری او صدراعظم ېوسف رضا ګېلانی نه غوښتنه وکړله چې د افراطېانو خلاف جګړه کې نور اقدامات هم وکړی.

هېلری کلنټن ووېل پاکستان په افغانستان کې د سولی دراوستلو مسوولېت لری. هغی ووېل پاکستان په دې کې مرسته وکړی چی ېاغېان دپاکستان له خاوری نه پر افغانستان برېدونه ونکړی. هېلري کلنټن ووېل د پاکستان مرسته دافغانستان د جګړی په پاېته رسولو کې ډېره مهمه ده. له هېلری کلنټن سره په دې سفر کې دسمندری قواو ستر جنرال ماېک ملېن هم ملګری و هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زېاتی همکاری غوښتنه وکړله.

د پاکستان جمهوررئېس زردا ری ددی سفر په پاې کې په رسمی وېنا کې ووېل چې دواړه هېوادونه په دې سره جوړشول چې دالقاعده دمهمو اشخاصو خلاف ګډه همکاری وکړی او په افغانستان کې د سولی په راوستلوکې په ګډه کار وکړی.

XS
SM
MD
LG