د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنټن اوس په پاکستان کې ده او غواړي هلته په افغانستان کې د نهه کلنې جگړې اهداف څرگند کړي.
میرمن کلنټن د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسیدله او هلته به په دې خبره ټینگار وکړي چې د جگړې د گټلو لپاره افغانستان او پاکستان خپلو کې همکارۍ زیاته کړي.
کلنټن به په پاکستان کې د لوړ پوړو سیاسي، پوځي او ملکي چارواکي سره د خپلې دوه ورځنۍ کتنې په ترڅ کې وگوري. هغه به هڅه وکړي چې د امریکا پرضد هغه قوي احساس کم کړي چې پاکستانیان یې د امریکا پرضد لري.
مامورین وايي د امریکايي بې پیلوټه الوتکو هدف چې د جگړه مارو ځپل دی، ملکیان وژني او ټپیان کوي یې نو ځکه دغه کار د پاکستانیانو بې اعتمادي زیاتوي.
په اسلام اباد کې خبرې به په پاکستان کې د اساسي ساختمانونو په پراختیا متمرکزې وي چې په هغو کې روغتیا، اوبو، انرژي او د کرنې وده شامله ده.
کلنټن به بیا په کابل کې په یوه پریکنډه بین المللي کانفرانس کې گډون وکړي چې په کابل کې د سه شنبې په ورځ دایریږي. په دې کانفرانس کې د افغانستان د حکومت په پلانونو بحث کیږي چې څنگه په دغه هیواد کې ښه حکومت ، سوله او ثبات ټینگ شي.
په کانفرانس کې به د اویا هیوادو استازي گډون وکړي. په دغه کانفرانس کې به زیات تمرکز د حکومت په هغو اقداماتو وشي چې څنگه ددولت مخالفین بیرته د ټولنې غیږی ته راستانه شي او څنگه د اداري فساد سره مبارزه وشي.
دغه کانفرانس په داسې حال کې دایریږي چې په ملک کې امنیت ورو ورو خرابیږي او د امریکا په مشري د ائیتلاف عسکر او افغان پوځ غواړي د طالبانو د زیاتیدونکو حملو مخه ونیسي.
کلنټن به وروسته په جنوبي کوریا کې د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس سره وگوري. د لته به خبرې د شمالي کوریا سره د تاوتریخوالي پرسر او همدارنگه د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کښتۍ پر اړه وي.
کلنټن خپل سفر په ویتنام کې پای ته رسوي او هلته به د جنوب ختیزې اسیا د ټولنې په کلنۍ غونډه کې گډون کوي.