د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند نه غواړي چې د ایران نه تیل رانیول کم کړي


Clinton

Clinton

د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن هند ته رسېدلې ده او په نوې ډیلۍ کې به د چارواکو نه وغواړي چې د ایران څخه د تیلو واردول کم کړي. کلینټن نن دیکشنبې په ورځ د بنګله دیش او چین څخه د رسمي سفر وروسته کلکتې ته ورسېدله. ټاکل شوې چې میرمن کلینټن به سبا د دوشنبې په ورځ نوي ډیلۍ ته ورسیږي چې د هند د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره وګوري.

هند د تیلو په برخه کې پر ایران باندي خپل تکیه تر یوه حده کمه کړې ده خو دغه هیواد د خپل چټک اقتصادي رشد دپاره زیاته اندازه انرژۍ ته اړتیا لري. هند د امریکا پر هغه قانون باندي نیوکه کوي چې د هیوادونو پر بانکونو بندیز واردوي که چیري د ایران څخه تیل رانیسي.

امریکا او نور لویدیځ هیوادونه پر ایران باندي ددغه هیواد د اټمي پروګرام په خاطر فشار راولي.

هند ته د کلینټن سفر په داسي حال کې کېږي چې دغه هیواد ته د ایران یو سوداګریز پلاوی هم ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG