د امریکا خارجه وزیره هیلیري کلنتن وايي، امریکا به د خپل قدرت نه نهایي کار واخلي چه پرې نه ږدي چه ایران د اتومي وسلې خاوند شي.
هیلیری کلنتن ، په بیت المقدس کې د عالي رتبه اسرایلي مامورینو سره د خبرو نه وروسته نن وویل ، تراوسه پورې د ایران دریځ داسې نه دی چې د دغې مسلې د حل سره دې مرسته وکړي. هغې وویل ((مونږه ټولو دیپلوماتیکو حل لارو ته ترجیح ورکوو او د ایران رهبران لا هم فرصت لري چه درست تصمیم ونیسي. نهایی خوښه د ایران ده چه کومه لاره انتخابوي)).
د امریکا متحده ایالات ، اسراییل او یو شمیر اروپايي هیوادونه شکمن دي چه ایران اتومي وسله جوړوي. ایران وايي اتومي وسله نه جوړوي، بلکه د انرژي د تولید او طبي څیړنو دپاره یورانیم غني کوي.
هیلیري کلنتن نهو اروپایي، اسیایي او د منځني ختیځ هیوادونو ته،
د دوو هفتو د سفر د پای ته رسیدو نه وروسته ، نن واشنگتن ته ستنیږي.