د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن له چین سره په اقتصادي اړیکو ټینگار کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنتن د چین په تجارتي ښار شانگهای کې د امریکا او چین د لوړ رتبه مامورینو ترمنځ په مذاکراتو کې چې په سیاسي او اقتصادي مسئلو خبرې کیږي، د دواړو هیوادو ترمنځ د قوي اقتصادي او تجارتي اړیکو په اهمیت باندې ټینگار وکړ.

هلري کلنتن چې په شانگهای کې د بوئینگ د ترمیماتو له یوه مرکز نه کتنه کوله په هغو مسئلو باندې تمرکز کړی دی چې په اقتصادي جرگه کې په امریکا پورې اړه لري.

هغې وویل، ددې لپاره چې تجارتي چارې په هرډول اقتصادي کې کار ورکړي، د سیالیو داسې یو ډگر ته اړتیا لري چې هلته بین المللي کمپنۍ په ازاد ډول سره سیالي وکړي.

کلنتن وایي:"د مثال په ډول، د مقرراتو او معیارونو په جوړولوکې شفافیت، د تبعیض نه لرل، په پلورلو کې حکومتي او خصوصي سکټورونو ته مساوي چانس ورکول، د چاپ د حقوقو خوندیتوب او په دې برخه کې دقوانینو عملي کول، دا ټول د یوویشتمې پیړی په نړیوال اقتصاد کې حیاتي اهمیت لري. دا هغه څه دي چې ابتکارات روزي، مستهلکینوته یې گټه رسیږي او په نهایت کې د وسیعې پایې متداومې ودې ته زمینه برابروي".

میرمن کلنتن ویلي د ي چې د امریکا او چین په اقتصادي اړیکو کې ددواړو هیوادو گټې نغښتي دي. امریکايي کمپنۍ غواړي چې په چین کې د نورو سره رقابت وکړي او امریکايي اجناس چې د امریکايي کارگرانو لخوا جوړ شوي دي هلته خرڅ کړي. میرمن کلنتن وايي:

"دلته او د اسیا په نورو برخو کې دامریکايي کمپنیو لخوا په اقتصادي برخو کې مشغولتیا خصوصاً په داسې حالت کې چې صادرات زیاتیږي نه یواځې د امریکايي کارگرانو لپاره به د کار زمینه برابره کړي، همدارنگه دا کار به چینايي او د اسیا د نورو برخو کارگرانو ته هم د اشتغال سبب شي. د کار موندل به د اسیايي مستهلکینو لپاره ددوی د ژوند د معیار په اوچتولو کې گټه وکړي، او په نړیوال ډگر کې به متوازن اقتصاد د هرچا په گټه وي".

ددوشنبې او سه شنبې په ورځوکې به د دوه سوو په شاوخوا کې د امریکا د حکومت مامورین په بیجنگ کې د لوړ رتبه مقاماتو په غونډه کې برخه اخلي چې د ستراتیژیک او اقتصادي ډیالوگ په نامه یادیږي.

دوی به په اړوندو سیاسي مسئلو لکه د جنوبي کوریا د بحري قواوو په یوه کښتۍ باندې د شمالي کوریا حمله، د ایران په جنجالي اتمي پروگرام او د چین د بشري حقوقو په برخه کې خبرې وکړي. دوی به په اقتصادي توازن او رقابت هم وغږیږي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیرې ویلي دي، همدا اوس دا مریکا او چین ترمنځ په اقتصادي جبهه کې پرمختگ تر لاسه شوی دی. امریکا په ځانگړي ډول د چین د مالونو لپاره لمړنی ستر مارکیټ بلل کیږي او چین ته د امریکایی مالونو صادرات د ٢٠٠١ کال نه را پدیخوا درې چنده زیات شويدي او داسې څرگندیږي چې دغه وده به همداسې دوام وکړي.

په راتلونکو څو ورځو کې به اقتصادي همکاري د بیجنگ په خبرو کې خاص ځای ولري.

XS
SM
MD
LG